د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرواترو په ځنډېدو سره، د دواړو لوریو د مرکچیانو ترمنځ د اختلافي مواردو په اړه راپورونه خپاره شوي دي. د دغو مواردو له ډلې یو هم د بحثونو د اصولو په توګه د حنفي مذهب پر بنسټ د خبرواترو پر مخکې وړلو د طالبانو ټینګار یاد شوی دی.
د سولې خبرواترو پر مهال د طالبانو دغه څرګندونې د خلکو او یوشمېر سیاستوالو له توند غبرګون سره مخ شوې. د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د طالبانو دا غوښتنه د شیعهګانو لپاره نه منونکې بللې ده.
د ملي مصالحې شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم له سلاموطندار سره په خبرو کې ویلي چې د دولت او طالبانو ترمنځ خبرې اترې یوه حساس پړاو ته رسېدلي او په داسې وخت کې حساسیت پاروونکې څرګندونې ښه پایله نه لري. هغه وايي، په داسې شرایطو کې اړتیا ده چې د بنسټیزو موضوعاتو پر چوکاټ بحث وشي.
د ملي امنیت پخوانی رییس رحمتالله نبیل وايي، هغه کسان چې حنفي مذهب لري، باید د خپلو شیعه هېوادوالو د حقونو لپاره غږ پورته کړي. نوموړي خلکو ته په خطاب کې ویلي چې د طالبانو له تبعیضه ډکو غوښتنو د پوره کېدو اجازه ور نه کړي.
د ولسي جرګې یوشمېر غړي هم وايي چې طالبان د دا ډول لانجمنو مسایلو په یادولو سره غواړي د افغانانو ترمنځ بېلوالي ته لمنه ووهي.
د ولسي جرګې غړې بلقیس روشن وايي، په افغانستان کې د حذف سیاست ښه پایله نه لري او پر هېڅ قومي، ژبني، مذهبي، سیاسي او جنسیتي لږکیو سترګې نه شي پټېدای.
د ولسي جرګې یو بل غړی محمدرحیم اللهیار وايي، د دولت مرکچي پلاوی باید د افغانستان د بېلابېلو اقشارو انساني او بشري حقونه وساتي ترې ملاتړ وکړي.
د فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې د ګډې خپلواکې کمېټې رییس باري سلام په یوه ټویټ کې لیکلي چې پر یوه ځانګړي مذهب د خبرواترو پیلول د مصالحې د اصل خلاف کار دی. نوموړي طالبانو ته په خطاب کې لیکلي: «کله چې توپیرونه په رسمیت نه پېژنئ؛ نو خبرې د څه لپاره دي او مصالحه له چا سره ده؟»
د ولسمشر دویم مرستیال تر دې وړاندې ویلي و چې د طالبانو دا ډول چلن نه یوازې د امام ابوحنیفه له مکتب او فکر سره، بلکې له دیني او حقوقي اصولو سره هم په ټکر کې دی او د افغانستان د یوې سترې برخې د سپکاوي لامل به شي.
د افغان دولت مرکچي پلاوی په دې اړه ځواب ویلو ته حاضر نه شو.
طالبان داسې مهال د نورو مذهبونو پر ځای، پر حنفي مذهب ټینګار کوي چې د افغانستان اساسي قانون سني حنفي او شیعه جعفري مذهبونه په رسميت پېژندلي دي.