خليلي او محقق: د تېرې ورځې وسله‌وال بريد د پوښتنې وړ دی

د سولې عالي شورا رییس او د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد کریم خلیلي او د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر او د اجراییه ریاست مرستیال محمد محقق سره ګډه غونډه کې وايي، د تېرې ورځې پېښه د امنیتي مسوولانو او افغان چارواکيو د غفلت له کبله شوې ده.

خلیلي وویل، د یادو مراسو جوړونې دفتر له تېرو دوو اوونیو راهیسې خپلې اندېښنې په کتبي او شفاهي توګه امنیتي بنسټونو سره شریکې کړې وې، خو سره له دې چې امنیتي مسوولانو هغوی ته ډاډ ورکړی و، بیا هم دغه پېښه وشوه.

نوموړي په سړکونو، جومات، د واده‌ مراسمو، زده‌کړه‌ییزو مرکزونو او ورزشي ځایونو کې په یوه خاص قوم بریدونو ته په اشارې وايي، ځینې کسان هڅه کوي چې هزاره‌ وګړي له صحنې څنګ ته کړي.

خلیلي زیاتوي، تروریستي ډلې او د هزاروو څنګ ته کوونکيو افکارو ملاتړي دې پوه شي چې خلک هېڅ ډول شرایطو کې له مبارزې لاس نه اخلي او لار به یې دوام ولري.

د اجراییه ریاست مرستیال او د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق هم دغه غونډه کې وايي، د خلکو د وینې، ارمان او شهیدانو پر وړاندې بې‌مسولیتي، ناورين او د پوښتنې وړ دی.

د محقق په وینا، د تېرې ورځې برید کې داسې مشکوک موارد شته چې باید وڅېړل شي.

په ورته وخت کې یو شمېر پوځي شنونکي هم وايي، د عبدالعلي مزاري د تلین پرنمانځغونډې برید، دوه پیغامونه او جدي خبرداری ورکوي.

د نظامي کارپوه جاوید کوهستاني په وینا، امنیتي ځواکونو د دغو مراسمو د امنیت تامینولو کې غفلت کړی او باید ځواب ویونکي وي.

بل پوځي شنونکی حی‌ګل سلیمان‌‌خېل وايي، د عبدالعلي مزاري د ۲۵ تلین پر نمانځغونډې د تېرې ورځې بريد د بشریت ضد جنایت، افغانستان کې د جګړې له دوام پرته بل پیغام نه لري.

د نوموړي په وینا، د دغو کسانو د وژل کېدو لامل هغه ترسره کوونکي دي چې ناسنجول شوی عمل یې کړی دی.

ومو غوښتل دې برخه کې د کورنیو چارو وزارت لیدلوری هم ولرو، خو د دغه وزارت مسوولان خبرو کولو ته حاضر نه شول.

په ورته وخت کې ولسمشر محمد اشرف غني د پارلمان د اولسمې دورې د دویم کال د پرانیستو  په مراسمو کې د تېرې ورځې برید په کلکه وغانده او ويې ویل، دغه برید د افغانانو پر ملي یووالی شوی دی.

د ارګ ترڅنګ، اجراییه ریاست، ملګروملتونو، یو شمېر سفارت‌خونو او د ټولنیزو شبکو یو شمېر کارونکيو هم د مزاري پر تلین برید غندلی دی.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې لوړپوړي غړي نورحمان اخلاقي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «لوی جنایت شوی او کوم کسان چې دغه کار کې مسوول دي، په جنایت کې مرتکب دي او یا یې په خپلو دندو عمل نه دی کړی، نو ځکه د جنایت رامنځته کېدو  په مخنیوي نه دي بریالي شوي. که خلک ګام په ګام خپلو دندو نه شاه تګ وکړي، یوه ورځ به د خلکو لپاره د ازادۍ په نوم څه شي نه وي موجود.»

د محمد اشرف غني د ټاکنیزې ډلې له ویاندویانو  سید محمد باقر کاظمي هم پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «د مزاري پر تلین برید د هغو کسانو لپاره درس دی چې د ۵زره طالب بندیانو خوشې کول غواړي.»

د عبدالعلي مزاري د ۲۵م تلین پر نمانځغونډې برید تېره ورځ شاوخوا یوولس بجې په تیت پرک ډزو سره پیل شو چې د ورځې تر ناوخته یې دوام درلود.

وروستۍ شمېرې ښيي چې دغه نښته کې ۳۲ کسان وژل شوي او ۸۱ نور ټپیان دي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام