د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي نن د کوچنیواو منځنیو تشبثاتو لپاره پورونو ته د لاسرسي په اړه جوړ شوي ملي کنفرانس کې وویل چې د سولې په اړه د یو شمېر سیاستوالو او حکومتي چارواکیو ترمنځ ستونزو پانګوال او سوداګر اندېښمن کړي دي.
الکوزي زیاته کړه، افغان سوداګرو د ۱۸ کلونو په اوږدو کې په بېلابېلو برخو کې له ۵۰ میلیارډه ډالرو زیاته پانګونه کړې او له ۲۰۰ زرو ډېرو کسانو ته یې کاري فرصتونه برابر کړي دي.
د الکوزي په وینا، سره له دې چې سوداګراو پانګوال د سولې تږې دي، خو داسې سوله نه غواړي چی پانګه یې پهکې له منځه لاړه شې.
په همدی حال کې د اقتصاد وزیر مصطفی مستور سوداګرو او پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې د سولې په خبرو کې دوی له پامه نه لوېږي.
اړوند مطالب:
د خصوصي برخې له ونډې پرته د کرنې پراختیا ناشونې ده
د قطر د غونډې لهپاره د افغان دولت د خبرو اترو پلاوي نوملړ اعلان شو
مستور زیاته کړه، حکومت د خصوصي سکتور په اړه پر داسې کړنلارې کار کوي چې د سولې په راتلو سره به جګړهییز اقتصاد پر سولهییز اقتصاد بدل شي.
سوداګرو او پانګوالو داسې مهال د سولې په خبرو کې د دوی ځایځایګي او برخلیک په اړه اندېښنه ښودلې چی ټاکل شوې د افغان حکومت اوسیاستوالو ګډ پلاوی له طالب استازیو سره د سولې خبرو لپاره سبا قطر ته سفر وکړي.