د لوی ننګرهار په نوم د ختیځ زون په کچه د اکسیجن او نایتروجن د تولید یوه نادولتي فابریکه پرانیستل شوله.
د دې فابریکې خاوند او جوړوونکي ډاکټر نسیم الله درمان رسنیو سره خبرو کې وویل، د فابریکې له جوړولو یې موخه خلکو ته د کاري زمینې د برابرولو ترڅنګ ختیځ زون کې د اکسیجن او نایتروجن غازو د اړتیاوو پوره کول دي.
ډاکټر نسیم الله درمان وايي، په دې فابریکې ۳۵۰ زره امریکايي ډالر لګېدلي دي.
ډاکټر درمان زیاته کړه، دا فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې۵۲۰ ډبې اکسیجن او نایتروجن تولیدولی شي.
نوموړي همدا راز وویل، د د دې فابریکې جوړېدو سره په مستقیم او غیرمستقیم ډول نږدې ۲۵۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوه.
په ورته وخت کې عام خلک د اکسیجن او نایتروجن تولید له فابریکې خوښ دي او وايي، د دې له فعالیت سره به له نورو هېوادونو د اکسیجن او نایتروجن غازو له راوړو څه نا څه بېغمه شي.
د دغې فابریکې د پرانستې په مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي محصولاتو د برخې مشر ډاکتر محمد ظفر حمیدي او د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکو هم برخه لرله.
دغو دولتي چارواکو رسنیو سره خبرو کې وویل، د لوی ننګرهار د اکسیجن او نایتروجن د تولید فابریکه په نړیوال ستنډرد جوړه شوې او دوی یې ټولې چارې له نږدې څارلي دي.
دوی وویل، له دې وړاندې یې ننګرهار ته اکسیجن او نایتروجن له پلازمېنې کابل او نورو هېوادونو راوړل، چې د دې فابریکې په جوړېدو یې دغه ستونزه هم حل شوه.
اکسیجن او نایتروجن ګازونه د ناروغانو پر درملنې سربېره، تولیدي کارخونو، فلزکارۍ او ان په کرنیزو چارو کې کارول کېږي.