خارجه وزارت: پاکستان ته مو د ۸۵ ترهګرو او ۳۲ روزنیزو مرکزونو لست وسپاره

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې دوی په افغانستان کې د پاکستان سفارت ته د  ۸۵ ترهګرو او ۳۲ روزنیزو مرکزونو لست وسپاره، چې باید پر وړاندې يې د دغه هېواد له لوري اقدام وشي.

د یاد وزارت له‌خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو رهبرۍ شورا، حقاني شبکې او نورو اورپکو د غړو په ګډون د ۸۵ "ترهګرو" لیست، ادرس او نقشې اسلام‌اباد ته ورکړي، چې د پاکستان په درېیو ایالتونو بلوچستان، خیبر پښتونخوا او سند کې دي.

د معلوماتو له‌مخې دغه لیک نن په کابل کې د پاکستان سفیر ته سپارل شوی او له اسلام اباده یې د دغو مرکزونو پر ضد د ګام پورته کیدو غوښتنه کړې.، خو پاکستاني چارواکو هم په‌دې اړه مثبت ځواب ورکړی.

په ورکړل شوي لست کې افغانستان شرط ايښي، چې که پاکستان د دغو ترهګرو پر وړاندې اقدام وکړي، نو دوی به هم په جدي ډول د دوی غوښتنو ته پام وکړي.

د ویلو ده، چې د پاکستان سند ایالت په لال قلندر زیارت کې تر ځانمرګي برید وروسته، د پاکستان پوځي چارواکو له افغانستان ته غوښتي ترڅو "په دغه هېواد کې پټ شوي ۷۵ ترهګر" اسلام اباد ته وسپاري.

په دې غبرګون کې بیا پاکستان د کونړ او ننګرهار ولایتونو پر سرحدونو سلګوني راکټي بریدونه وکړل او پر افغانستان يې تور پورې کړ، چې د ترهګرو ملاتړ کوي.

په همدې اړه نن بیا اجرایوي رییس عبدالله عبدالله د پاکستان له‌خوا په افغانستان لګیدلي تورونه بې‌بنسټه وبلل.  

د حکومت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې په  پاکستان کې د تېرې اوونۍ خونړۍ ځان مرګی برید وغانده او ددغه هیواد د وګړو درد یې د افغانانو درد وباله.  

عبدالله د پاکستانې چارواکو هغه تورونه په کلکه رد کړل، چې ګواکې د دې برید ترشا دهغو کړیو  لاس دی، چې د دوی پر وینا په افغانستان کې پټن‌ځایونه لري.

اجرایه رییس پاکستاني چارواکو ته په اشارې وویل، چې د حل لاره ګواښونه، نه بلکې د ترهګرو پر وړاندې په روانه مبارزه کې ریښتوني همکارې ده.

ده وویل له ترهګرو سره په ملاتړ دافغانستان  تورنول، د افغانانو په وړاندې جفا ده ، ځکه افغان دولت تل سوله‌ییزسیاست غوره  کړی او اوس هم دې لارې ته دوام ورکوي.

د چاروڅیړونکی جاوید غفور وایې، پا کستان اوس په نړیواله کچه د ترهګرۍ د صادرونکې هیواد په نوم پېژندل شوي اوړ نړیوالو هم دا موضوع  درک کړې ده، نوځکه پاکستان هڅه کوي چې د نړیوالو ذهنیت بدل کړي.

جاوید غفور زیاتوی پاکستان دې موخې ته درسیدو په خاطر هم په خپله خاوره کې ترهګریز بریدونه کوي،هم یې د ډیورنډ په کرښه کې تحرکات او په افغان خاوره  توغندیز بریدونه پیل کړي، ترڅو نړۍ  ته ځان بې‌ګناه وښیې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام