حکومت د بشري حقونو کمېسیون سیاسي کوي

د مدني بنسټونو د ګډې کاري ډلې غړیو نن په کابل کې د یوې خبري غونډه پر مهال د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ته د حکومت له لوري د نویو کمېشنرانو د نه ورپېژندلو په اړه اندېښنه وښوده.

د دوی په وینا، ولسمشر د یوه تازه حکم په صادرولو سره هڅه کوي چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون سیاسي کړي.

دوی زیاتوي، د ولسمشر د نوي حکم له مخې چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ته به د ځانګړیو بنسټونو له لوري ورپېژندل کېدونکي ۲۸ کسان چې وروسته به یې له ډلې نوي کمېشنران ټاکل کېږي، د یاد کمېسیون خپلواکي له پوښتنې سره مخ کوي.

د مدني بنسټونو د ګډې کاري ډلې په اعلامیه کې لیکل شوي چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د غړیو په نښه کولو او ټاکلو په اړه د ولسمشر د ۲۷۲۷ ګڼې نوي حکم دا ډله اندېښمنه کړې ده.

د مدني بنسټونو د ګډې کاري ډلې غړی نعیم ایوب زاده وايي، حکومت هڅه کوي چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون سیاسي کړي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له‌پاره د کمېشنرانو غوراوي کمېټه په توپیري چلند تورنه شوه

ولسمشر غني د بشري حقونو کمېسیون د رهبرۍ غړیو د بدلون فرمان صادر کړی

د ایوب زاده په وینا، دوی ته رسېدلي مالومات ښيي چې د حکومت نوی نوملړ د مدني بنسټونو د ګډې کاري ډلې او ګومارنې کمېټې د نوملړ پر خلاف جوړ شوی دی.

د مدني بنسټونو د ګډې کاري ډلې غړي وايي، دوی د ولسمشر غني د لومړي فرمان او طرزالعمل له مخې، ۸۱ کسان له ارزونې او ازموینې وروسته د ګومارنې کمېټې ته چې د سترې محکمې رییس، لوی څارنوال، د ښځو چارو وزیره، د عدلیې وزیر او د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسیون رییس یې غړي دي، ور وپېژندل.

دوی وایي، یاد کمېټې  هم د ۸۱ کسانو له ډلې ۲۷ ولسمشرۍ ماڼۍ ته ور وپېژندل چې ولسمشر یې له ډلې ۹ کسان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د کمېشنرانو په توګه غوره کړي، خو په وینا یې ولسمشر په یوه بل حکم کې له علماوو شورا، کابل پوهنتون، د بشري حقونو اړوندو بنسټونو او حقوق‌ پوهانو ټولنې نه غوښتي چې ۲۸ کسان ور وپېژني چې دا کار د طرزالعمل او د پاریس اصولنامې خلاف دی.

خو د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه‌حسین مرتضوي له سلام‌وطندار سره په مرکه کې د بشري حقونو کمېسیون د سیاسي کولو موضوع رد کړه او ټینګار یې وکړ چې دا کار یاد کمېسیون ته د غوره کمېشنرانو د ټاکلو په موخه شوی او ولسمشر به د یادو ټولو کسانو له ډلې ۹ کسان د بشري حقونو کمېسیون د کمېشنرانو په توګه وټاکي.

خو د مدني بنسټونو ګډه کاري کمېټه خبرداری ورکوي، که غوښتنې یې و نه منل شي، دوی به خپلې عدالت غوښتنې ته دوام ورکړي او په دې برخه کې به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ګډون، د نورو نړېوالو بشري حقونو بنسټونو دروازې ور وټکوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام