د ټاکنیز نظام د سمون ځانګړي کمیسیون رییس شاه سلطان عاکفي د " ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو پر وړاندې د فرصتونو او ننګونو د څیړلو او کتنو" تر نوم لاندې غونډې ته وویل، چې د ملي وحدت حکومت باید له سمون پرته راتلونکي ټاکنې ترسره نه کړي.
عاکفي زیاته کړه، چې که څه هم ولسي جرګې تل په ټاکنیز نظام کې د سمون غوښتنه کړې، خو بیا یې هم په دې برخه کې د ولسمشر تقنیني فرمانونه رد کړل، چې په وينا يې دا د اندېښنې وړ خبره ده، ځکه د ده پر خبره په ټاکنیز نظام کې سمون د ټاکنو له پاره جدي اړتیا ده.
همدارنګه عاکفي وویل، د ملي یووالي حکومت، چې مشري يې ډاکټر اشرف غني او ډاکتر عبدالله کوي، نه غواړی په ټاکنو کې له سمون پرته ټاکنې تر سره شي.
دغه راز، د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا تیفا رییس محمد نعیم ایوب زاده خبرداری ورکړ، چې په ټاکنیز نظام کې له سمون پرته به ټاکنو کې ګډون و نه کړی.
ایوب زاده زیاتوي، په ټاکنیز نظام کې سمون یو ملي مصلحت دی او هیڅ څوک نه شي کولای، چې پری سترګې پټې کړي.
د ایوب زاده پر وینا، د ټاکنو تر سره کولو له پاره له سمون پرته بل بدیل نشته او د ولسمشر دتقنینې فرمان پر بنسټ ترڅو، چې حکومت په دی اړه خپله پریکړه اعلانوي د غوراوي کمیټه به خپل کار ته دوام ورکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې له سمون نه پرته د ټاکنو تر سره کولو له پاره کومه عملي لاره نشته او پرته له دې د هر ډول ټاکنو ترسره کول ټاکنې له نامعلوم حالت سره مخ کوي.
د هغه پر وینا هغه مهال به بیا حقوقي او ټولنیز مشروعیت ونه لري.
ایوب زاده زیاته کړه، د حکومت مشران باید له هر ډول پریکړې دمخه د اساسي قانون ۱۰۹ ،۸۳ او ۷۹ مادې په پام کې ونیسي.
د اساسی قانون په ۱۰۹ ماده کې راغلي، چې د ټاکنو په قانون کې د بدلون وړاندیز د ولسي جرګې په وروستۍ کاري کال کې شامل نه دی.
هڅه مو وکړه، چې په ټاکنو کې د جنجالونو په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم واخلو خو بریالي نه شو.
د اساسي قانون په ۸۳ ماده کې راغلي، چی د ولسي جرګې قانوني وخت د پنځم کال چنګاښ په لومړۍ نيټه د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته خلاصیږی.
له بلې خوا د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس احمد یوسف نورستاني د چهارشنبې په ورځ کابل کې خبري غونډې ته وویل، له یو کال زیات وخت وشو، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون سیاسي بڼه غوره کړې وه، خو د ملي شورا له خوا د ولسمشر د تقنیني فرمان له رد وروسته به دغه کمېسیون خپلې مسلکي او تخنیکي چارې پیل کړي.