د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي انډي مولز له رسنیو سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي دي چې بنګله دیش ورته د انګلستان د ماتو لاره ښودلې ده.
د نوموړي په وینا چې افغان لوبغاړو ته بنګله دیشۍ لوبډلې په بالینګ ، بیتینګ او فیلدینګ کې وښودله چې څرنګه انګلستانۍ لوبډله ماتولی شي.
دیادونې وړ ده چې بنګله دیشۍ کرکټ ملي لوبډله چې تیرکال په (ایشیا کپ) کرکټ سیالیو کې یې له افغان لوبډلې څخه ماتې خوړلې ده په نړیوال جام کې ستره کارنامه ثبت کړه.
مولز زیاته کړیده چې بنګله دیش ته د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې ماتې افغان کرکټ ملي لوبډلې ته ټولې لارې چارې په مخ کې ایښي ، دوی د لوبې ویډیو ترلاسه کړې ، هر اړخیزه یې مطالعه کړې ده او باید چې له دغه چانس څخه افغان لوبغاړي د بریا په موخه ګټه پورته کړي.
ټاکل شوې ده د کرکټ نړیوال جام سیالیو په وروستۍ لیګ لوبه کې افغان کرکټ ملي لوبډله سبا له انګلستان سره په (سیډني) کرکټ نړیوال لوبغالي کې دلوبی ډګر ته ووځي.
انګلستاني روزونکي مولز دا ومنله چې یو یا دوه افغان لوبغاړي له اسټرالوي تیزبالر میچل سټارک له بالینګ څخه ویریدلي وو خو په وینا یې د سترو لوبډلو سره دلوبیدو لپاره دغسی چانسونه باید افغان لوبغاړي دوامداره ترلاسه کړي.
روزونکي د اسټرالیا خلاف دافغانستان د لوبې څخه خوښي وښوده چې په وینا یې د انګلستان په پرتله ورسره افغان لوبغاړو ښه مقابله وکړه او له دغه لوبې یې ډیر څه زده کړل.
دغه راز افغان تیزبالر حمید حسن چې تراوسه یې په روان کرکټ نړیوال جام سیالیو کې ډیر تکړه بیټسمینان د خپل بالینګ ښکار کړي دي د انګلستان خلاف د سبا ورځی لوبې لپاره د هر قسم ویرې خبره رد کړې ده.
د نوموړي په وینا چې افغان کرکټران د ویرې په نوم څه نه پیژني خو د انګلستان خلاف یې خپل ستر دوښمن د افغان لوبډلې کمه تجربه یاده کړې ده.