جګړې ۱،۲ میلیونه هېوادوال بې ځایه کړي دي

د بښنې نړېوال سازمان په خپل تازه راپور کې ليکلي، چې په اوس وخت کې د جګړو او ناامنیو له امله د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې ۱،۲ میلیونه افغانان په کور دننه بې ځایه شوي دي.

د دغه راپور پر بنسټ د کورنیو بې ځایه شویو شمېر په ۲۰۱۳ م ز کال کې ۵۰۰ زره کسان وو، چې اوس د دغه شمېر دوه برابره بې ځایه شوي دي.

د یاد سازمان څېړونکو د کابل، هرات او بلخ په ولایتونو کې د بې ځایه شویو هېوادوالو حالت څېړلي او په دې ولایتونو کې یې له سلګونو کورنیو سره مرکې کړي دي.

د دغه سازمان موندنې ښيي، چې د بې ځایه شویو خلکو حالت د تېرو کلونو په پرتله په خراب حالت کې دی.

د بښنې نړېوال سازمان د اسیا برخې مسوولې چامپا پاتیل نن (سه شنبې) په کابل کې جوړې شوې غونډه کې د افغانستان بې ځایه شویو په اړه د نړۍ له نه پاملرنې اندېښنه وښودله او زیاته یې کړه، چې د بې ځایه شویو کورنیو حالت ته نه پاملرنې د دغو کډوالو ژوند ستونزمن کړی دی.

پاتیل وویل، چې د حکومت د ژمنو سره سره بې ځایه شوي کډوال د استوګنې ځای، خوراکي توکو، اوبو او زده کړو له کمښت سره مخامخ دي.

مېرمن چامپا پاتیل زیاته کړه، سره له دې چې افغان دولت د کورنیو بې ځایه شویو په اړه په ۲۰۱۴ م ز کال کې یوه جامع طرحه تصویب کړه، خو په دولت کې د شته فساد او د ظرفیتونو د نشتوالي له امله تر اوسه هم دغه پالیسې عملي شوې نه ده او حکومت هم د دې پالیسي د پلي کولو له پاره بودیجه نه لري.

د دغه سازمان د اسیا برخې مسووله وايي، که افغان حکومت د کورنیو بې ځایه شویو ستونزو ته جدي پاملرنه ونه کړي، نو دغه ستونزې به ناورین رامنځته کړي.

د دې سازمان بل څېړونکي اولف بولم ویس، چې د بې ځایه شویو سره یې له نږدې خبرې کړې وې وویل، چې د ځای او خوراکي توکو نشتوالی د بې ځایه شویو کورنیو له جدي ستونزو دي او دوی وايي، چې له دې حالت نه زندان ورته ډېر ښه دی.

د افغانستان د کورنیو بې ځایه شویو په استازیتوب محمد حسین، چې له بدخشان ولایت نه کډه شوی دی، په دې غونډه کې وویل، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره یې ستونزې زیاتېږي.

دی وايي، چې د خوراکي توکو، د استوګنځای، د اوبو کمښت او د ښوونې او روزنې اسانتیاوو نشتوالی د دوی له جدي ستونزو بلل کيږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام