د جوزجان ـ بلخ، جوزجان ـ سرپل او جوزجان فاریاب لویو لارو یوشمېر باروړونکیو او لیني موټرو چلوونکي وايي، ټرافیک ترې په هرې تلاشۍ کې غیرقانوني پیسې اخلي.
دوی ادعا کوي چې ټرافیک په یادو لارو کې له هر موټرچلوونکي نه له ۱۰۰ نیولې تر ۵۰۰ افغانیو پورې اخلي، خو که ور یې نهکړي، وهلډبول ورکوي.
د یادو موټرچلوونکیو له ډلې روزيمحمد او نجیبالله وايي، د شبرغان او پلخراسان ټرافیک ترې هره ورځ د جریمې په نوم پیسې اخلي، خو پارچې نهورکوي او که یې ورهم کړي، لاسلیک او ټاپې نهلري.
موټرچلوونکي له حکومته غواړي چې غږ یې واوري او د یادو ټرافیکو د فساد مخه ونیسي.
خو د جوزجان د ټرافیکو امر عبدالحکیم د موټرچلوونکیو ادعاوې ردوي او وایي، په قانوني توګه یوازې د دوی د تخطۍ پرمهال ورڅخه د جریمې پیسې اخیستل کېږي او رسمي پارچې هم ورکوي.
نوموړی ټینګار کوي، که څوک له موټرچلوونکیو نه په غیرقانوني ډول پیسې واخلي، تر نیولو وروسته به یې عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژني.
عبدالحکیم دغه راز له ښاریانو غواړي چې د ناقانونه پیسو د مخنیوي لهپاره د یادو کسانو په نیولو کې ورسره همکاري وکړي چې د قانون منګولو ته یې وسپاري.
که څه هم جوزجان کې د دې ستونزې د حل لهپاره ډېرې سترې او کوچنۍ غونډې جوړې شوي، خو د موټرچلوونکیو ستونزه اوس هم حل شوې نهده او د ټرافیکو له ناسم چلن او ناقانونه پیسو اخیستلو نه سر ټکوي.