جوزجان؛ نجونو د جګړې د پای او د سولې لپاره د سمنک مېله جوړه کړه

د سمنک حلوا پخول په افغانانو کې اوږده مخینه لري چې ښځې په‌کې سره راټولېږي، په شعرونو ویلو او دریا وهلو سره نوی کال نمانځي.

د جوزجان یوشمېر نجونې چې په هېواد کې یې د جګړې د پای او سولې راتلو لپاره د سمنک مېله جوړه کړې وايي، په هېواد کې روانه جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده او ښکېلې خواوې باید د سولې له رامنځته شوي فرصت نه سمه ګټه واخلي.

د سمنک مېلې یوه جوړوونکې نصیبې اریا سلام‌وطندار ته ویلي، دا دودیزه مېله یې د یووالي، یو بل منلو او په هېواد کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره جوړه کړې، څو له دې لارې د جګړې ښکېلو لوریو ته د سولې پیغام ولېږدوي.

هغې د سولې په پروسه کې د ښځو پر ونډې د ټینګار ترڅنګ، له امریکا، طالبانو او افغان دولت نه غواړي چې په دې ملي پروسه کې د ښځو ونډه هېره نه کړي او په وینا یې، د ښځو له ګډون پرته سوله بې‌معنا ده.

د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف اذر په دغه ولایت کې د جګړې د پای او د سولې راتلو لپاره د نجونو له لوري د سمنک مېلې جوړول ګټور بولي او وايي، د سولې په خبرو اترو کې د ښځو ونډه چې د ټولنې نیمه برخه جوړوي، حتمي ده.

د نوموړي په وینا، په هېواد کې روانې جګړې تر بل هر چا ښځینه‌وو ته ډېر زیان اړولی او د سولې په ملي پروسه کې یې ګډون د دې پروسې تلپاتې‌والی تضمینوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام