جوزجان؛ طالبانو د تېلو او ګازو څو موټر بیولي

یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي وايي، طالبانو د تېلو او ګازو څو  ټانکرونه د جوزجان ـ بلخ له لویې لارې بیولي او هر لېټر تېل یې د ۳۰ افغانیو په بدل کې پر خلکو پلوري.

د سرچینې په وینا، طالبانو تراوسه ۸ د تېلو او ګازو او دوه هم باروړونکي موټر له ځانه سره بیولي دي.

د جوزجان یو شمېر اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي وايي، طالبانو تازه د تېلو او ګازو څو موټر تښتولي او تېل یې په ډېره کمه بیه پر خلکو پلورلي دي.

د جوزجان د ولایتي شورا غړی شیرمحمد نور او د جوزجان اوسېدونکی قادر پولاد وايي، طالبانو څو ځله له خانقاه ولسوالي، د اقچې له عمومي سړک او په دې وروستیو کې د فیض‌اباد له سیمې د تېلو او ګازو ټانکرونه بیولي چې دې کار سوداګر او پانګوال اړ کړي چې له پانګونې لاس واخلي.

اړوند مطالب:

سانچارک؛ طالبان په خلکو په زوره دولتي ځمکې پلوري

طالبانو سمنګان کې له ۵۰ ډېر موټرچلوونکي ځان سره وړي

د جوزجان ـ بلخ په لویه لار کې د تېلو او ګازو یو شمېر موټرچلوونکي وايي، ناسم امنیتي وضعیت او له دوی نه باج اخېستو سخت اندېښمن کړي دي.

په همدې حال کې د جوزجان د والي ویاند فریدون انیق وايي، طالبان پر یاده لویه لاره د خپل حضور څرګندولو او له شرکتونو نه د باج اخېستو لپاره دا ډول کار کوي، خو ډاډ ورکوي چې روان وضعیت به ښه شي.

خو د طالبانو ویاند ذبېح‌الله مجاهد د دغو څرګندونو د اثبات لپاره په دې برخه کې د څېړنو پیلولو خبر ورکوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام