جنګ او ناامنۍ د تخار د بهارک ولسوالۍ سلګونه کورنۍ بې‌ځایه کړې‌دي

په نږدې څوو ورځو کې د تخار په بهارک ولسوالۍ کې د طالبانو حضور زیات شوی او د دې ډلې کسان د ولسوالۍ مرکز ته نږدې په څو کیلومترۍ کې له امنیتي ځواکونو سره په جنګ اخته دي.

د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جنګ د دې لامل شوی چې د بهارک ولسوالۍ د ۴کلیو اوسېدونکي خپل کورونه پرېږدي.

د ملمې کلې اوسېدونکي محکم تاش هغه وروستی شخص دی چې د جنګ له امله یې خپل کور پرېښی دی. هغه وايي چې د سیمې خلکو خپل کورنه پرېښې دي او امن سیمو ته تللي.

د بهارک ولسوال فیض‌الرحمان حیدري وايي، د تېرو دوو ورځو جنګونو شاوخوا ۶۰۰ کورنۍ بې‌ځایه کړې‌دي.

د تخار د ملي امنیت رییس ډاکټر ګلستان سلام‌وطندار ته وویل چې طالبان په تېرو دوو ورځو کې د بهارک ولسوالۍ په شاوخوا کلیو کې ځای پرځای شوي‌وو؛ خو د امنیتي ځواکونو په بېګاني برید کې ۱۵ طالبان ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول چې له همدې سره یادې ډلې د اوس له‌پاره شاتګ کړی‌دی.

د ښاغلي ګلستان په وینا، د طالبانو ترلاس لاندې سیمې اوس د امنیتي ځواکونو په لاس کې دي.

د تخار د ملي امنیت رییس وايي، په تېرو دوو ورځو کې د طالبانو د مرستې له‌پاره بهارک ولسوالۍ ته د کندوز له دشت‌ارچي او اق‌تاش ولسوالیو نه لسګونه طالبان ورغلي وو چې قومانداني یې د تخار له‌پاره د طالبانو د نومول شوي والي د معاون پر غاړه وه.

په ورته وخت کې نن د تخار ولایتي شورا وکیلانو هم په یوې خبري غونډې کې په‌دې ولایت کې د طالبانو د جغرافیوي پراختیا په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او له حکومت نه یې په تخار ولایت کې د طالبانو د ځپلو له‌پاره د پراخو عملیاتو د ترسره کېدو غوښتنه کړې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام