د افغان ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وايي، له ده پرته له طالبانو سره د سولې خبرې اترې امکان نهلري او دی د افغانستان د سولې او امنیت په برخه کې مهم رول لري.
جنرال دوستم دا خبرې له ترکیې نه د اوزبیکي ژبې شاعر، لیکوال او سیاستوال عليشېر نوايي د زوکړې په ۵۷۷م کال په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته په یوې ټېلیفوني اړیکې کې وکړې.
ده زیاته کړه، دی کولی شي چې طالبمشران د سولې خبرو ته حاضر کړي.
د ولسمشر لومړی مرستیال له خپلو تجربو نه په ګټنې له طالبانو سره په خبرو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې سولې ته د رسېدا په پار باید لومړی افغان سیاستوال پهخپلو کې جوړ شي او راپورته شوي جنجالونه حل کړي.
د عبدالرشید دوستم دا خبرې د ارګ او جمعیت اسلامي وروستیو جنجالونو ته په اشارې سره وکړې.
د افغان ولسمشر محمداشرف غني لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم له شاوخوا یو کال راهیسې په ترکیې هېواد کې مېشت دی.