د جاپان هېواد په تېر ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې د ټولو هغو پناغوښتونکو څخه چې دې هېواد ته یې د پناغوښتنې وړاندیزونه کړي وو، یواځې یو سلنه یې منل شوي دي او پاتې نورې یې رد کړي دي.
جاپان هېواد ته ټولټال ۷ زره ۵۸۶تنو د پنا اخیستلو وړاندیزونه ورکړي وو، چې ۲۷ تنو ته یې هلته د استوګنې قانوني اجازه ورکړل شوې ده.
له بل لوري شمېرې ښيي، چې د جاپان هېواد ته له تېرو ۵ کالونو راهیسې د پناغوښتونکو په شمېر کې ۶ برابره زیاتوالی راغلی دی.
له نیپال هېواد څخه جاپان ته د ورتلو او او پنااخیستلو د فورمو شمېر ۱۷سوه دي، چې د دې شمېر له مخې نیپال په لومړي، اندونزیا په دویم او ترکیه په دریم نمبر هېوادونو کې را ځي، چې اوسېدونکي یې غواړي جاپان هېواد ته د ورتللو له پاره قانوني اسناد تر لاسه کړي.
د جاپان هېواد له خوا د رد شویو غوښتون پاڼو په شمېر کې ۶ افغانان او ۳ د سوریې وګړي دي.
دغو شمېرو د بشرحقونو د ملاتړو بنسټونو غوسه پارولې ده.
دوی وایي، چې جاپان باید د پرمختللي هېواد په ډول په دغه بهیر کې مرسته وکړي.
جاپان هېواد د دغو رد شویو پناغوښتونکو په اړه وايي، چې ۳۰ سلنه یې د پنااخیستلو شرایط نه لرل او ۶۹ سلنه نور یې بیا په دې نه دي بریالي شوي، چې د پاتې کېدو له پاره لازم دلایل او شرایط ولري.
د شننو پر بنسټ جاپان له پردیو وېره لري او د همدې پر بنسټ د پناغوښتونکو لږ شمېر قبلوي