د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد نن (دوشنبه اکټوبر۲۴مه) د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته ورغوښتل شوی و او وکیلانو ته يې وویل، د نړۍ هغه هېوادونه، چې ترهګر پکې اوسيږي ټول سره متحد شوي او غواړي افغانستان وران کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې په هیواد کې روانو جګړو او ننګونو د افغانستان په هره برخه منفي اغېزه کړې، خو پر وینا يې افغان امنیتي ځواکونه یې هم پر وړاندې مبارزې ته چمتو دي او هره ورځ د ولس او خاورې د دفاع په موخه قربانۍ ورکوي.
د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته، د کورنیو چارو وزیر ترڅنګ، د نشه يي توکو پرضد د مبارزې وزیره سلامت عظیمي او د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز هم په هېواد کې د نشه يي توکو د کښت او پر نشو د روږد کسانو د زیاتوالي په اړه ور بلل شوی و.
د جاهد پر وینا، د هېوادوالو ژوند د نا امنیو ترڅنګ د نشه يي توکو تولید او قاچاق هم له ګواښ سره مخ کړی دی.
کورنیو چارو وزیر وویل، چې سږکال وسله والو مخالفینو د ولایتونو د نیولو له پاره پراخ پلان جوړکړی وو، خو له ماتې سره مخ شول.
جنرال تاج محمد جاهد زیاته کړه، وسله والو مخالفینو د سږکال په لومړیو کې د لارو تړلو او پر ولسوالیو د بریدونو پلان جوړ کړی و، خو وروسته يې ولایتونو او سترو ښارونو ته مخه کړه.
د کورنیو چارو وزیر وايي، چې په وروستیو سختو جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر یې په ډاګه نه کړ.
د ده پر وینا افغان امنیتي ځواکونه هره ورځ دناامنو ولایتونو د امنیت ټينګښت له پاره قربانۍ ورکوي او په دې برخه کې اغیزمن پلانونه جوړوي.