تیفا: که حکومت په ټاکنیزو کمیسیونونو له مداخلې لاسه وا نه‌خلي نو افشا به يې کړو

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ مسوولین حکومت ته خبرداری ورکوي، که چېرې يې په ټاکنیزو کميسیونونو کې له لاسوهنو ډډه و نه‌کړه، نو دوی به يې هم په افشا کولو سره لاسوهنې بربنډې کړي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ مشر محمد نعیم ایوب‌زاده د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل، هغه غو ښتنه چې د دوو کلونو په اوږدو کې دوی د ټاکنو په اړه د سمونونو په برخه کې درلوده هغه ترسره نه‌شوه.

افغانان له حکومته غواړي، چې په‌دې برخه کې په اخلاص سره کار وکړي.

ایوب‌زاده وایي، چې راتلونکې ټاکنې د افغانانو له پاره یو اُمید دی، خو حکومت په خپلو لاس‌وهنو سره د خلکو دې هيلې پر مخ هم خنډونه جوړوي.

ایوب‌زاده ګواښ کوي، چې تیفا د حکومت د لاسوهنو اسناد په اختیار کې لري، که دې کار ته د پای ټکی کې نه ښودل شي، نو په افشا به یې کړي.

نوموړي وویل: " زمونږ تاکید پر دې دی، چې حکومت دې اجازه ورکړي، څو ټاکنیز کمېسیونونه په خپلواکه او بې‌پرې توګه خپل کار مخ ته بوځي."

د تیفا رییس وایي، دوی ته داسې رپوټونه رسېدلي دي، چې دا په ډاګه کوي د ټاکنیزو کمېسیونونو د نویو غړیو د شخصیت د ترور مسئله ده او کارکونکي دې ته تحریک کوي چې ډله‌‌ییز کار ونه کړي .

خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس نجیب‌الله احمدزی وایي، چې د ټاکنو د ترسره کولو په اړه یې بنسټیز کار پیل کړی دی او دی خوښ دی، چې په افغانستان کې داسې بنستونه شته چې د دوی له کړنو څارنه کوي.

احمدزي زیاته کړه، د ټاکنو کمېسیون خپلواک دی او چا ته د لاسوهنې اجازه نه ورکول کېږي.

د ټاکنو کمېسیون رییس وایي، چې د دې کمېسیون ډله‌ییز کار د لومړۍ طرحې په اړه چې د ټآکنېزو حوزو په اړه دی ولسمشرۍ ماڼۍ ته سپارل شوی.

احمدزی له حکومت څخه غواړي، هغه درې تنه چې یې د دې کمېسیون د دارالانشا‌ء د ریاست د نوماندانو په توګه ورپېژندلي دي؛ یو تن دې د رییس په توګه و ټاکي.

په همدې حال کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون رییس عبدالعزیز اریایي وایي، چې په افغانستان کې پارلماني او د ولسوالیو شورا ګانو ټاکنې د دموکراسۍ وروستی ازمیښت دی او ټینګار کوي، چې د ټاکنیزو کمېسیونونو خپلواکي ته دې درناوی وشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام