د افغانستان د نفتي موادو او مایع ګازو د تصدۍ عمومي رييس ډاکټر ولید تمیم ادعا کوي، چې دی غواړي په یاده اداره کې سمون راولي، خو د ده د برنامو پر مخ د کارکوونکو غبرګون منفي شوی دی.
له یوې اوونۍ راهیسې د مایع ګازو او نفتي موادو د تصدۍ سلګونو کار کوونکو په اعتراض لاس پورې کړی.
دوی ددې ادارې پر رییس د بېکفایتۍ او جنسیتي تبعیض تور پورې کوي او زیاتوي، چې نوې کار کوونکي په لوړو معاشونو په دندو ګماري.
خو د دې ادارې عمومي رییس ډاکټر ولید تمیم د یک شنبې په ورځ په کابل کې خبري ناستې ته وویل، چې له څو میاشتو راهیسې هڅه کوي چې په دې اداره کې اصلاحات رامنځته کړي او د فساد پر وړاندې مبارزه کوي.
د ولید پر خبره، په دغه اداره کې د اصلاحاتو راوستلو هڅه د مافیايي کړیو د غبرګونو سره مخ شوې ده، او هغه کسان چې دندې یې تغیر او تبدیل شوي د هغوی له خوا تحریک کيږي.
« په لومړيو بستونو کې ۱۲ پاسانو د ۲۰ کلونو ۲۵ او ۳۰ کلونو له پاره کار کړی، کله چې مونږ غواړو چې تجربه کار او تعلیم یافته ځوانان سیسټم کې داخل کړو جدي غبرګون او مافیايي کړنې رامنځته کوي.»
ولید، په سیستم کې بدلون، د تیلو له ټانک لرونکو د پیسو جمع کول، د بندرونو سسټم مرکزي کول، د حق الخدمت تغیر له پیسو جنس یعنې تیلو ته، د نفتي موادو ۵۵ بانکي حسابونه او په معاشونو کې د سلسله مراتبو ټاکنه په دې اداره کې له خپلو هغو کاري اصلاحاتو ګڼي، چې په تیر یو کال کې یې راوستي دي.
د نفتي موادو د تصدۍ رييس زیاتوي، د داخلي لګښتونو کې د بسپنې او اصلاحاتو په راوستلو سره د ۱۳۹۵ لمریز کال عواید نږدې ۶۰۰ میليونه افغانیو ته رسيږی چې د ۱۳۹۴ لمري کال په پرتله ۳ سلنه زیاتوالی ښکاره کوي.
خو ددې ادارې معترض کار کوونکي وايي، تر څو کې ښاغلی ولید له دې ریاست لرې نه شي کړی خپل کاري اعتصاب ته به دوام ورکړي.