تخار کې له ۴۰ زرو زیاتو بې‌اسنادو موټرو جرمونو ته زمینه برابره کړې

د تخار ولایت د ترافیکو مدیریت مسوولان وایي دغه لسګونه زره بې‌اسناده موټر تر ډېره هغه کسان چلوي چې د موټر چلولو سندونه، نه لري.

د ترافیکو مدیر حضرت ګل فرخاري وایي د بې اسنادو موټرو شمېر ورځ تر بلې د زیاتېدو په سبب د دغو کره شمېره نه ده معلومه؛ خو داسې ښکاري چې په تخار کې د بې‌اسنادو موټرو شمېر له ۴۰ زرو زیات دی. 

د ښاغلي فرخاري په وینا، ډېر موټرچلوونکي هم د موټرو چلولو سندونه، نه لري چې پولیس ترافیک یې له ستونزو سره مخ کړي دي. 

دی زیاتوي:«د پاکستان لاس دي چې وېشي ورته وایي دا ځکه له وېشه راځي پلیت نه لري موضوع یې یوازې د ترافیکو مدیریت پورې اړه نه لري، محصول شوي نه دي او دغه راز پیسې یې ګمرک ته نه دي تحویل شوي.»

د تخار امنیې قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر سلام‌وطندار ته وویل، له بې‌اسنادو موټرو په جنایي جرمونو، انساني او د نشه‌یي توکیو قاچاق کې کار اخیستل کېږي نو ځکه پولیسو ته د مجرمینو پېژندل ستونزمن دي.   

د تخار سیمه‌ییزې ادارې تردې مخکې څو ځله هڅه کړې بې‌اسنادو موټر راټول کړي خو نه دي بریالي شوي. د تخار د ترافیکو ادارې همدا اوس د افغانستان لاس موټرو بایومتریک پیل کړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام