تخار کې د طالبانو حضور د نجونو د زده‌کړو مخه نیولې

د تخار د خواجه‌غار ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي دغه ولایت کې د نجونو له تعلیمي وضعیته د اندېښنې په څرګندولو سره سلام‌وطندار ته وايي چې دغې ولسوالۍ کې د طالبانو د بریدونو زیاتېدل لامل شوي چې د پام وړ شمېر نجونې ښوونځي ته لاړې نه‌شي.

دوی ناامنۍ او د طالبانو له لوري د محدودیت وضع کول، د نجونو له لوري د ښوونځيو د خوشې کولو اصلي لامل بولي.

د تخار د خواجه‌غار ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالرحیم وايي، دوامداره جګړې، د بې‌وزلۍ زیاتېدل او تاوتریخوالی لامل شوی چې نجونې ښوونځي خوشې کړي.

د خواجه‌غار د نجونو لېسې زده‌کوونکې ستایش هم ناامنۍ له تعلیمه د نجونو د لرې کېدو اصلي لامل بولي او له دولته غواړي، دوی لپاره له تاوتریخوالي پاکه فضا کې د ښوونې او روزنې زمینه برابره کړي.

د ياد ولايت د ولایتي شورا غړی محمد اعظم افضلي سلام‌وطندار ته وويل، د دغه ولایت ځینو برخو کې د طالبانو د پراخه حضور له کبله نجونې نه‌شي کولی ښوونځي ته لاړې شي.

د تخار د پوهنې ریاست د نظارت امر سید حمیدالله سادات د دغه خبر په تایید سره وايي، طالبانو تل ښوونځیو ته د نجونو د تلو مخه نیولې او وخت نا وخت يې د نجونو د ښوونځیو دروازې تړلې دي.

د نوموړي په وینا، طالبان نجونو ته د ښځو له خوا د تدریس مخنیوی کوي.

خو د طالبانو له ویاندویانو يو يې ذبیح الله مجاهد بيا وايي، د بهرنیو ځواکونو حضور د جګړې اصلي لامل دی او د جګړې په دوام کې د نجونو له لوري د ښوونځي خوشې کول، هم طبیعي خبره ده.

تخار د افغناستان شمال ختیځ کې یو له ناامنه ولایتونو دی چې دې وروستیو کلونو کې طالبان په کې په پراخه توګه حضور لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام