تازه نظر پوښتنه: په افغانستان کې د خلکو هیلې د پخوا په پرتله کمې شوي

د اسیا فنډېشن بنسټ په افغانستان کې د حکومتوالۍ، ښځو، کډوالۍ او امنیت په برخو کې نوې سروې کړې، چې له مخې يې په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې پر خپل راتلونکي د خلکو هیلې راکمې شوي دي.

دغه سروې په ۳۴ ولایتونو کې له ۱۲ زره او ۶۵۸ کسانو سره د مخامخ مرکو پربنسټ چمتو شوې، چې له مخې یې په هېواد کې خلک د ناامنیو، اداري فساد او وزګارتیا کچې د زیاتېدو له امله سخت ناهیلې شوي دي.

د دغه بنسټ رییس عبدالله احمدزي نن ورځ کابل کې د دغه بنسټ د سروې پایلو د خپرولو پرمهال وویل، چې د دوی د موندنو له مخې امنیتي، اقتصادي او سیاسي برخې لا هم د هېوادوالو له نیوکو سره مخ دي.

په دې سروې کې ۲۹،۳ سلنه مرکه کونکي په دې اند دي، چې افغانستان مثبت لوري ته روان دی او دغه فیصدي خلک له ۲۰۰۴ کال راهیسې په ټېټه کچه کې دي.

دغه راز په دې سروې کې راغلي، چې د سختو جګړو او وسله والو نښتو ته په کتو ۶۹،۸ سلنه پوښتل شوي خلک بیا د خپل ځان خوندیتوب په اړه اندېښنه لري.

د اسیا فنډېشن د سروې پر بنسټ د هېواد په سوېل لویدیځ کې ۸۲ سلنه مرکوونکي د ځاني خوندیتوب په اړه اندېښنې لرلې او په هلمند کې بیا ۹۲ سلنه خلک د خپل ځاني امنیت د خوندیتوب په اړه اندېښې لرلي.

نظر پوښتنه ښيي، چې د ۲۰۱۵ کال په پرتله روان کې د ناامنیو حس په خلکو کې ۷ سلنه زیات شوی او د ۲۰۱۴ کال په نسبت بیا ۱۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

عبدالله احمدزي وویل، چې د سروې له مخې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال له کوره د باندې د مېرنو کاروبار کولو او په ټاکنو کې د هغوی د ونډې اخیستلو په برخه دې د نارینه وو باور ۱۰ سلنه زیات شوی دی.

احمدزي زیاته کړه، د تېر کال په پرتله د کډوالۍ په شمېر کې ۱۰ کموالی راغلی دی.

د اسیا فنډېشن مسوولین وایي، چې دا سروې د درېیو اونیو په ترڅ کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې شوې، چې ۵۳ سلنه نارینه او ۴۷ سلنه ښځې په سروې کې پوښتل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام