د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې طالبانو ته هيڅ ډول سياسي پاسپورټونه نه دي ویشل شوي او نه به هم په راتلونکي ورکړل شي.
دغه وزارت وايي، د پاسپورټ د قانون پر بنسټ سياسي پاسپورټونه د دولت هغو لوړ پوړو دولتي چارواکو ته ورکول کيږي، چې د دولت له خوا بهرنيو هېوادونو ته رسمي سفر وکړي.
د ياد وزارت ویاند احمد شکيب مستغني د يوې خبري غونډې پرمهال وویل، چې د افغان حکومت له خوا به هيڅ داسې شخص ته سياسي پاسپورټ ور نه کړل شي، چې د پاسپورټ د قانون پر خلاف وي.
له دې وړاندې د ځينو رسنيو له لوري داسې راپورونه خپاره شول، چې د پاکستان صدراعظم نواز شریف د خپل سفر پر مهال له افغان ولسمشر څخه غوښتي، چې باید د سولې خبرو اترو په موخه د ځينو طالبانو نومونه د تور لېست څخه وباسي او همدارنګه دغې ډلې ځينو لوړ پوړو غړو ته دې ۲۱۰ جلده سياسي پاسپورټونه هم ورکړل شي.
په دې اړه داسې هم ويل شوي، چې د سولې خبرو اترو په موخه قطر ته طالبان په افغاني پاسپورټونو تګ راتګ کوي او تر اوسه ۱۸۰ طالبان قطر ته تللي او راغلي دي.
خو په دې اړه د بهرنيو چارو وزارت ویاند وايي، هر هغه څوک چې له دې پخوا پاسپورټونه اخیستي او د افغانستان تابعيت ولري د قانون له مخې ورته هيڅ ممانعت نشته.
مستغني زياتوي، چې د افغانستان هیڅ تبعه د عادي پاسپورټونو څخه محروم نه ګڼل کيږي.
اخوا د ولسمشر وياند اجمل عبېد عابدي هم طالبانو ته د سياسي پاسپورټونو ویشنه یوه شایعه بولي.
له دې وړاندې د سولې عالي شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد ويلي وو، چې د حکومت له لوري د سولې خبرو اترو په برخه کې د هرډول مثبت حرکت هرکلی کوي.
نوموړي زياته کړې وه، که چېرې طالبانو ته سياسي پاسپورټونه ورکړل شي، نو دا به د سولې خبرو اترو په برخه یو لوی مثبت ګام وي.
یاده دې وي، چې په دې اړه تر اوسه د طالبانو له لوري څه نه دي ويل شوي.
طالبانو ته د سياسي پاسپورټونو د ويشنې خبر په داسې حال کې خپريږي، چې په دې وروستيو کې دغه ډله د سولې عالي شورا غړو سره په قطر کې د يوې غېرې رسمي ناستې په ترڅ کې هم سره خبرې اترې کړي وو.