د هېواد په شمال کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو مسوولان د بلخ ولایت په کشندې ولسوالۍ کې د طالبانو د سرې قطعې قومندان ملا یعقوب مشهور په «منصور» له ۱۵ نورو ملګرو سره يې د وژل کېدو خبر ورکوي.
د يادې قول اردو وياند حنیف رضايي وايي، د طالبانو د سرې قطعې قومندان تېره ورځ د امنيتي ځواکونو په هوايي بريد کې د کشندې ولسوالۍ په بالا سيمه کې وژل شوی دی.
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
رضايي وايي، د بلخ ولايت د ناامنو سيمو امن کولو لپاره د امنيتي ځواکونو عمليات دوام لري.