بلخي: نور به افغان کډوال په زور نه ویستل کيږي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، دوی د یو شمېر هېوادونو سره دې هوکړې ته رسېدلي، چې نور به افغان کډوال په زور له خپل هېواد څخه نه باسي.

د یاد وزارت وزیر سېد حسېن عالمي بلخي زیاته کړه، تر اوسه دغه وزارت توانېدلی، له سلو زرو زیاتو افغان کډوالو له اجباري ویستلو مخنیوی وکړي.

نن یک شنبه (مارچ ۲۷مه) د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د مشرانو جرګې استجوابیه غونډې ته وربلل شوي و.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي زیاته کړه، چې د اروپايي هیوادونو له چارواکو سره یې د خبرو اترو په پایله کې له سل زرو د زیات افغان کډوالو، چې د ټولو کډوالو  ۴۰ سلنه جوړوي په اجباري توګه د را ایستلو مخنیوی کړی دی.

هغه زیاته کړه، له ۲۰۱۱ م ز کال راپدیخوا له ۶ میلیونو زیات افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي، خو اوس هم درې میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې پراته دي.

د بلخي پروینا، سره له دې چې په وروستیو کلونو کې د نړیوالي ټولني یوه اندازه مرسته شوې پیسې  د پناه غوښتونکو او راستنیدونکو په برخه کې لګول شوي، خو لا هم پناه غوښتنه یوه  ستره ستونزه بلل کیږي.

بلخي زیاته کړه،  وزارت یې یوه کړنلاره  تر لاس لاندې  لري، چې پر پلي کیدو یې ۵ میلیونه ډالره لګښت راځي او په دې سره به د پنا غوښتونکو ستونزې هم هوارې شي.

بلخي همدا ډول وویل، چې اوسمهال له اروپایي هیوادونو په ځانګړې توګه المان سره د یوې هوکړې پر متن کار کوي  او ډیر ژر به بشپړ شي.

دده پر وینا، په دې هوکړې سره  د افغان پناه غوښتونکو ستونزې پای ته ورسیږي.

د کډوالو او راستنیدوکو چارو وزیر زیاته کړه، په پام کې لري د پناه غوښتونکو د ستونزو د حل په موخه په یونان کې هم یوه سیاسي څانګه جوړه کړي.

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم  د مشرانو جرګې استجوابیه غونډې ته بلل شوی و، خو د هغه په استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزی ورغلی و،  چې د کرزي د خبرو له پیل سره سم د مشرانو جرګې غونډه سري اعلام شوه .

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام