د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ناامنیو زیاتېدو له امله دې اروپايي هېوادونه د افغان پناهغوښتونکو غوښتنلیکونه ومني.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د سې شنبې ورځ کابل کې د ځینو ملي او نړیوالو بنسټونو په ګډون د پناهغوښتونکي نړیوالې ورځې د نمانځلو پر مهال دا هم وویل، چې په هیواد کې د نا امنیو او تاوتریخوالي زیاتیدو سره د افغان پناغوښتونکو شمیر زیات شوی دی.
د یاد وزارت وزیر سید عالمي بلخي له اروپايي هیوادونو وغوښتل، چې له افغان پناهغوښتونکو سره دوه ګونی چلند ونه کړي او پر ډیپورټي یا بېرته ستنوونکو سیاست دې بیا کتنه وشي.
بلخي وویل چې، تراوسه د پناهغوښتنې په اړه د ۲۴۷ زره کسانو غوښتنه اروپايي هیوادونو منلې او له ۵۸۲ زرو زیاتو کسانو د پناهغوښته کړې چې له ډلې يې یوازې د ۴۵ سلنې غوښتنه منل شوې.
په ورته وخت کې د حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله ډاډ ورکوي، چې حکومت د افغان کډوالو د ستونزو حل لهپاره ټول پروګرامونه اوطرحې عملي کوي.
هغه زیاتوي، چې په وروستیو کلونو کې د پناهغوښتونکو ستونزو نوې او پیچلې بڼه ځانته غوره کړې ده.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې له ۵،۶ میلیونو زیات افغانان په بهر ته کډوال شوي دي.
دغه راز، اروپايي ټولنه هم د کډوالو ستونزو حل له پاره د مرستو دوام خبر ورکوي او وايي چې د بهرنیو پناهغوښتونکو او کورنیو بې ځایه شویو د ستونزو حل لهپاره ۱۰۰ میلیونه ډالر مرسته کوي.