بغلان؛ ناپېژنده وسله‌والو یوه ښځه صحرايي محاکمه کړې

ناپېژنده وسله‌والو په بغلان کې د یوې صحرايي محکمې له لارې یوه ښځه وژلې ده. دا پېښه نن له غرمې مخکې د دغه ولایت په تاله‌وبرفک ولسوالي کې شوې ده.

د تاله‌وبرفک ولسوال عبدالاحد برفکي د دغه خبر د تایید ترڅنګ وايي، ناپېژنده وسله‌والو د دې ولسوالي په دره‌ اشرف سیمه کې یوه ښځه له یوه نارینه سره د جنسي اړیکې په تور د خلکو په مخ کې وژلې ده.

د برفکي په وینا، یاده ښځه خاوند لري او چا چې ورسره اړیکه لرله، له سیمې تښتېدلی دی.

د تاله‌وبرفک ولسوال وايي، په کومه سیمه کې چې دا ښځه وژل شوې، د طالبانو په واک کې ده.

د بغلان ولایت امنیتي مسوولانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له دې ښځې څلور ماشومان پاتې شوې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام