بدخشان کې ځېنې زده‌کوونکي له وسلو او یونفورم سره ښوونځي ته ځي

د بدخشان د بهارک ولسوال محمدعظیم موسوی سلام وطندار ته وویل، د دې ولایت د وردوج او یمګان او د جرم ولسوالۍ ځېنو سیمو د ښوونځیو زده‌کوونکي له‌دې ولسوالیو تښتېدلي او بهارک ولسوالۍ ته تللي دي.

وردوج او یمګان ولسوالۍ له دوو کالو راهیسې ناامنه شوې‌دي.

د ښاغلي موسوي په خبره، د بهارک ولسوالۍ زده‌کوونکي له سلاوو او پوځي یونفورم سره ټولګي ته حاضرېږي. دی اندېښنه ښيي چې دا زده‌کوونکي به ښوونیزه فضا په بشپړ ډول خرابه کړي.

د بدخشان د پوهنې رییس روح‌الله محقق هم په بهارک ولسوالۍ کې د وسله‌والو زده‌کوونکیو پر موجودیت انېښمن دی او وايي چې په‌دې اړه یې ولایتي ادارې او امنیتي ارګانونو ته خبر ورکړی‌دی.

د بدخشان د پوهنې رییس زیاتوي چې ځايي ادارې پوهنې ریاست سره ژمنه کړې چې په روان لمریز کال کې به ټولګیو ته د وسله‌والو زده‌کوونکیو د ورتګ مخه ونیسي.

د بدخشان ولایت امنیې قوماندان عبدالخالق اقسای بیا فکر نه‌کوي چې د ملي پولیسو، محلي پولیسو او یا ولسي پاڅونوالو کسان دې له وسلو سره درسي ټولګیو ته د لیک‌و لوست له‌پاره ورشي.

ښاغلی اقسای وویل، که رښتیا همدا ډول وي؛ په درسي ټولګیو کې د وسله‌والو کسانو موجودیت څېړي او د ستونزې پرمهال به د بهارک ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ ته خبر ورکړي چې ښوونځیو ته د وسله‌والو زده‌کوونکیو د ورتګ مخنیوی وکړي.

بهارک ولسوالۍ د وردوج، یمګان او د جرم ولسوالیو نه د راکډو شویو خلکو له امله نظامي رنګ اخیستی او درسي ټولګیو ته د نظامي زده‌‌کوونکیو ورتګ اندېښنې نورې هم ډېرې کړې‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام