بدخشان کې لاسي صنایع د دیوالي کېدو په حال کې دي

په بدخشان کې ځېنې کسب‌ګر وايي، په‌دې ولایت کې د محلي تولیداتو بازار پیکه شوی او د له‌منځه تللو له خطر سره مخ دي.

دوی په یاد ولایت کې لاسي صنایعو له‌پاره د بازار نه‌شتوالی، د حکومت نه پام او له کسب‌ګرو نه د حکومت نه ‌ملاتړ د دې خطر اصلي لاملونه بولي.

فیض‌محمد چې له ډېرو کلونو راهیسې په بدخشان کې مسي لوښي جوړوي؛ وايي، کسب یې ښه بازار نه‌لري او که پام ورته ونه‌شي، له‌منځه به لاړ شي.

دغه کسب‌ګر اوس په‌دې ولایت کې د کاروبار له کمښته سرټکوي. دی وايي، د لاسي صنایعو بازار نه‌شته او حکومت یې هم ملاتړ نه‌کوي.

خو بدخشان کې د اقتصاد ریاست مسوولان وايي چې د دې ولایت د محلي صنایعو ملاتړ او ودې ته د اقتصاد وزارت په پراختیايي پلان کې ځای ورکړل شوی او له‌مخې به یې د لاسي صنایعو د ملاتړ په موخه ځېنې پروګرامونه پلي کړي.

د بدخشان ولایت مرکز فیض‌اباد ډېرو سیمو نومونه د محلي صنایعو له نومونو سره تړلي؛ لکه: دېګ‌رېزي سیمه، الاچه‌بافي، کفش‌دوزي او چرم‌ګري چې په‌دې ولایت کې د محلي صنعتونو د ځلانده تاریخ ښکارندويي کوي.

هغو صنایعو چې پخوا یې ښه بازار لرلو او ډېری کسان یې په ځان بسیا کړي وو؛ اوس د فیض‌اباد ښار په یوې څنډې کې د مس‌ګرۍ تر کوچني هټي پرته پاتې نور تود بازار نه‌لري.

دغه راز ځېنې کسب‌ګرې مېرمنې هم په‌دې ولایت کې د بازار نه‌شتوالي او له دوی څخه د حکومت نه‌ملاتړ اندېښمنې کړي او وايي، د ښځینه‌وو لاسي تولیداتو له‌پاره د بازار نه‌شتوالي له کاره‌ زړه‌تورې کړې‌دي.

په بدخشان کې د ښځینه‌وو د یوه حرفوي بنسټ مسووله نادیه سادات وايي، په‌دې ولایت کې د خلکو اقتصاد کمزوری دی او لاسي صنایع نه‌شي پېرلی؛ نو حکومت باید ورته په بهر کې بازارموندنه وکړي.

بله‌خوا په بدخشان کې د اقتصادي چارو شنونکی عبدالغفور فروغ وايي، د محلي صنایعو وده، پراختیا او ملاتړ د دې ترڅنګ چې له محلي سرچینو د خلکو اړتیاوې پوره کوي؛ د محلي اقتصاد له پراختیا سره هم مرسته کوي.

د نوموړي په وینا، پخوا محلي صنایعو؛ لکه چرم جوړول، ترکاڼي، د دېګونو جوړول، اوبدل، ګلدوزي او نورو د خلکو په اقتصاد کې مهم رول لرلو؛ خو اوس د حکومت د نه ‌پام له امله دا صنایع له دیوالي کېدو سره مخ دي.

خو د بدخشان د اقتصاد رییس عبدالحسیب دقیق د یادو محلي صنایعو د له‌منځه تللو د مخنیوي په اړه ډاډ ورکوي. نوموړی وايي، د دغو صنایعو د بیارغونې له‌پاره به د موسېسو، ولایت مقام، نورو ځايي ادارو او سوداګریزو بنسټونو سره په ګډه ښه پلانونه جوړ کړي چې په عملي کېدو سره به یې یاده ستونزه حل شي.

د بدخشان ځايي چارواکي وايي، د محلي صنایعو دیوالي کېدو مخنیوی یې د پروګرامونو لومړیتوب دی او هڅه کوي چې د کورنیو عوایدو د هستې په فعالولو سره د محلي اقتصاد د پراختیا په برخه کې مرسته وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام