بدخشان: د قېمتي او نیمه‌قېمتي ډبرو کارخونې تړل شوي

بدخشان کې د قېمتي او نیمه‌قېمتي ډبرو ټولنې مسوولان وايي، تر هغې وروسته چې دولت د یادو ډبرو پر سوداګرۍ بندیز لګولی، کارخونې یې تړلي دي.

د بدخشان قېمتي او نیمه‌قېمتي ډبرو ټولنې رییس هدایت‌الله حکیمي سلام‌وطندار سره په خبرو کې ویلي، دوه کاله وړاندې یې لسګونو ښځینه او نارینه‌وو ته د کارموندنې ترڅنګ، له ترکیې، اېران او اماراتو سره د قېمتي او نیمه‌قېمتي ډبرو پلورلو قراردادونه لرل، خو دولت اوس د یادو ډبرو په سوداګرۍ بندیز لګولی دی.

د حکیمي په وینا، که کار یې ځنډول شوی نه‌وای، د بدخشان ۵ زرو اوسېدونکیو ته یې کار پیدا کاوه. نوموړی وايي، د قېمتي او نیمه‌قېمتي ډبرو کارخونې یې تړلي او اوس‌ یوازې د لاسې صنایعو کار، هغه هم په پټه کورونو کې کوي.

ګل‌احمد چې په یاده کارخونې کې یې کار کاوه وايي، څو کاله وړاندې یې ښه کاروبار درلود، خو د کارخونې تر تړلو وروسته وزګاره شوي؛ ګڼ شمېر همکاران یې ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي او ځینې یې هم له وسله‌والو طالبانو سره یوځای شوي دي.

په همدې حال کې د بدخشان د اقتصاد رییس حسیب دقیق وايي، سیمه‌ییزې ادارې د قېمتي او نیمه‌قېمتي ډبرو د پروسس او تراش کارخونې له تړلو د مخنیوي په موخه، یادې ټولنې ته د میاشتې ۵ سوه کیلوګرامه ډبرو د لېږد جواز ورکړی دی.

وسله‌والو شاوخوا ۵ کاله وړاندې د بدخشان د لاجوردو پر کان برید وکړ چې په پایله کې یې یاد کان د نامسووله وسله‌والو لاس ته ورغی او هغوی تراوسه په‌دې کان کې کیندنې کوي.

حکومت ترهغې وروسته چې وپوهېده، د بدخشان د کانونو ګټه د زورواکو او د دولت وسله‌والو مخالفانو جیبونو ته ځي، د قېمتي او نیمه‌قېمتي ډبرو پر سوداګرۍ او لېږد بندېز ولګاوه.

اوس‌مهال بدخشان کې د قېمتي او نیمه‌قېمتي ډبرو د پروسېس کارخونې تړل شوي او د سوداګرو زرګونه ټنه لاجورد مهرولاک او د پلور مخه یې نیول شوې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام