د بدخشان د عامې روغتیا رییس نور خاوري سلاموطندار ته وویل چې تر ډېره بهرني ترهګر د پولیو واکسین مخنیوی کوي؛ نو ځکه دغه ریاست د پولیو واکسین په تطبیق کې له خنډ سر مخ دی.
د خاوري په وینا، د طالبانو له لوري د پولیو واکسین مخنیوي په دغه ولایت کې د ګوزڼ ناروغۍ ګواښ زیات کړی دی. د نوموړي په وینا، ۶ زره ماشومان مخکې له پولیو واکسین نه پاتې وو او دا شمېر ماشومان په دې پړاو کې هم له واکسین نه پاتې شول چې له ستونزو سره به یې مخ کړي.
په همدې حال کې د بدخشان د کوهستان ولسوال غلامالله سید سلاموطندار ته وویل چې د دې ولسوالي ډېرې سیمې طالبانو لاندې کړي او په دې ولسوالي کې د پولیو واکسین ان یو پړاو هم نهدی بشپړ شوی.
اړوند مطالب:
طالبانو د هلمند شمالي ولسوالیو کې د پولیو ضد واکسین مخنیوی کړی
داعشیان لاړل؛ جوزجان کې تر ۲ کلونو وروسته د پولیو واکسین کېږي
طالبانو د پکتیکا ۳ ولسوالیو کې د پولیو پر واکسینو بندیز ولګولو
سید زیاتوي، په یاده ولسوالي کې د ماشومانو د ګوزڼ څو مثبتې پېښې لیدل شوي او په کوهستان او راغستان کې د دې ناروغۍ د خپرېدو اندېښنې مخ پر زیاتېدو ده.
د بدخشان د ولایتي شورا رییس بشیر صمیم هم د دغه خبر پخلی کوي او وايي، د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د پولیو واکسین نهدی تطبیق شوی. د نوموړي په وینا، که یاد پروګرام پلی نهشي، ښايي د یادې ناروغۍ پېښې ډېرې شي.
د ماشومانو د فلج ناروغي پېښې په تېرو کلونو کې په بدخشان کې لیدل شوې وې، خو د پولیو واکسین په تطبیق سره په تېرو دوو کلونو کې په یاد ولایت کې د یادې ناروغۍ هېڅ مثبته پېښه نه وه لیدل شوې.