په بامیان کې د افغانستان د ژمنیو ورزشي سیالیو د لوبغاړیو او مسوولانو له لوري دویم پړاو ژمنی ورزشي فیسټیول له ۲ ورځو سیالیو وروسته پای ته ورسېد.
د افغانستان بدني روزنې ریاست د معلوماتو لهمخې، د سږ کال په دویم پړاو ژمني ورزشي فیسټیول کې د کابل او کوربه بامیان ولایتونو د لوبغاړیو په شمول د میدان وردګ، پروان، غزني او پنجشېر ولایتونو لوبغاړیو برخه اخېستې وه.
د بدني روزنې معلومات ښيي چې د ژمنیو ورزشي لوبو په فیسټیول کې نږدې ۲۰۰ ښځینهوو او نرینهوو لوبغاړیو په ۵ بېلابېلو ورزشي څانګو؛ سکای، کرلینګ، سنوبورډ، ایسکټینګ او دوه ګوني ورزشي رشته کې سیالۍ وکړې.
د افغانستان د بدني روزنې ریاست وایي، د دی سیالیو په پای کې بومان علي په سکای کې لومړی مقام او د اتلولۍ جام ترلاسه کړ چې ورپسې محمد طاهري دویم او محمد درېېم مقام وګټلو.
دغه راز د سنوبورډ په ښځینه سیالیو کې ریحانه محمدي لومړی مقام او د اتلولۍ جام، فاطمې نظري دویم او ذکیې محمدي بیا درېیم مقام ترلاسه کړ.
د همدی ورزش په نرینهوو لوبو کې نظامالدین علیزاده لومړی مقام او د اتلولۍ جام، سروش سخي دویم او مصطفی رسول بیا درېیم مقام وګټلو.
د ژمني ورزشي فیسټیول په دوام په کرلینګ لوبه کې شهبازان لوبډلې په ټيمي توګه لومړی مقام او د اتلولۍ جام وګټلو چې ورپسې ضحاک لوبډلې دویم او کوهبابا درېیم مقام خپل کړ.
د دویم پړاو ژمنیو لوبو ورزشي فیسټیول په پای کې محمد طاهرمحمدي د شهبازان لوبډلې څخه او ارزو نادري له کوهبابا لوبډلې څخه د سږ کال فیسټیول د غوره لوبغاړیو په توګه اعلان شول.
د افغانستان بدني روزنې ریاست باوري دی چې بامیان د ژمنیو ورزشي سیالیو لهپاره غوره ځای دی چې د نړۍوالو پام ځانته راړولی شي.
د افغانستان بدني روزنې ریاست مسوولان وايي، د دې سیالیو موخه په افغانستان کې ژمنیو ورزشي سیالیو ته وده ورکول، د ژمنيو ورزشي سیالیو کوربتوب لهپاره بامیانو ته د خلکو پام اړول او دغه راز د مینهوالو او لوبغاړیو لیوالتیا جلبول دي.
دا لوبې د اتصالات مخابراتي شرکت په مرسته مالي مرسته جوړې شوېوې.