د بامیانو فرهنګي میراثونه او لرغوني اثار په ۲۰۰۳ کال د یونسکو د فرهنګي میراثونو په نوملړ کې ور زیات او د هغو نړیوالو اثار له ډلې وګڼل شول چې د نړېدو له خطر سره مخ دي.
په کابل کې د جاپان سفارت نن د یوې خبرې غونډې پرمهال له یونسکو سره د افغان دولت په همکارۍ د ۳.۸ میلیون ډالرو په ارزښت (د بامیانو د نړیوال فرهنګي میراث تلپاتې مدیریت – او د خطر په درشل کې د نړیوالو فرهنګي میراثونو له فهرسته د بامیانو ایستلو لپاره چمتوالی) په نوم د یوې نوې پروژې تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې د بامیانو لرغوني اثار رغول کېږي، ساتل کېږي به او د هغو نړیوالو فرهنګي اثارو له نوملړه به ایستل کېږي چې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي مرستیال محمد رسول باوري وايي، جاپان له هغو لومړنیو هېوادونو دی چې له افغانستان سره په بېلابېلو فرهنګي برخو کې مرستې کوي.
په افغانستان کې د یونسکو استازی جورډن نایډو وايي، د جاپان دغه مرسته څرګندوي چې جاپان له افغان دولت سره د خپلو همکاریو دوام ته ژمن دی.
نايډو زیاته کړه چې له ګواښ سره مخ نړیوالو فرهنګي اثارو له فهرست نه د بامیانو ایستلو او ساتنې لپاره به نورو غاړو سره ګډې هڅې کوي.
په کابل کې د جاپان سفیر متسوجي سوزوکا وايي، جاپان د افغان دولت او خلکو همکار دی او په مختلفو برخو کې له افغان دولت او خلکو سره مرستې کوي.
جاپان په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان له سترو مرسته کوونکيو هېوادونو دی او تر اوسه یې د افغانستان د بیارغونې په بېلابېلو پروژو کې له ۷ میلیاردو ډالرو ډېره مرسته کړې ده.