د بامیان ولایت امنیتي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې یوې ۱۷ کلنې نجلۍ ځان په دار را ځړولی دی.
د دغه ولایت پولیس وايي، یاده پېښه پرون د بامیان ولایت د مرکز اړوند د پولادي سیمې په «قازان» کې شوې ده.
د بامیان ولایت د امنیې قومانداني جنايي مدیر محمدموسی امام وايي، یادې نجلۍ پرون سهار اته بجې ځان په دار را ځړولی دی.
د نوموړي په وینا، تر اوسه د دې ځان وژنې انګېزه نه ده معلومه، خو پولیسو یې په اړه څېړنې پیل کړې دي.
خو یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلاموطندار ته ویلي چې یادې پېغلې د کورنيو اختلافونو له کبله ځان وژلی دی.
په وروستیو کلونو کې په کورنیو کې د ځوانانو د نظر اختلاف له کبله د ځوانانو د ځان وژنې پېښې ډېرې شوې دي. څه موده مخکې په کندوز کې یوه کس د کورنۍ لانجې له امله د خپلې کورنۍ اووه غړي ووژل.