بادغیس کې ۷ پولیس په طالبانو د مهماتو د خرڅلاو په تور نیول شوي

د بادغیس سیمه ییز چارواکي د دې ولایت امنیې قوماندانۍ ۷ لوړپوړي پولیس او یو ملکي کس په دې تور نیول شوي، چې په وسله والو طالبانو یې د قوماندانۍ مهمات پلورل.

په نیول شویو کسانو کې د قوماندانۍ د تخنیک امر، د وسلو او مهماتو د زېرمې مسوول، ۵ پولیس منسوبین او یو ملکي کس شامل دي، چې په طالبانو یې د کلاشینکوف مرمۍ پلورلې.

دغه تورن کسان د بادغیس ولایت د ملي امنیت له خوا نیول شوي دي.

د بادغیس د والي ویاند ظاهر بهاند سلام وطندار ته وویل، دغه کسان نن داسې مهال ونیول شول، چې ۵ زره ۵۸۰ ډزه د کلاشینکوف مرمۍ یې د قوماندانۍ د وسلو له زېرمې راویستلې وې او طالبانو ته یې لېږدولې.

بهاند وايي، چې نیول شویو کسانو په تېرو څلورو میاشتو کې ۷۵ زره ډزه د بېلابېلو وسلو مرمۍ په جعلي اسنادو د امنیې قوماندانۍ د وسلو له زېرمې راویستلي او په کمه بیه یې په طالبانو پلورلي دي.

د والي ویاند وايي، ډېر ژر به د دغو کسانو دوسیې سترې محکمې ته ورولېږي.

د بادغیس امنیې قوماندان عبدالروف د پېښې په تایید وايي، چې په نیول شویو کسانو کې ۷ پولیس او یو ملکي شامل دي، چې له ۵ کلونو راهیسې یې په طالبانو وسلې پلورلي دي.

تاج وايي، نیول شوی ملکي کس کمال نومېږي او د کابل ښار د څلورمې ناحیې استوګن دی.

د امنیې قوماندان پر وینا کمال د مهماتو راټولو او په طالبانو د پلورلو دنده پر غاړه لرله. قوماندانۍ وايي، چې نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام