د بادغیس ولایت ولسي شورا رییس سید محی الدین هاشمي کابل کې وویل، په څو کلونو کې د دغه ولایت د بیارغونې او بنسټیزو کارونو له پاره ۱۸۳ میلیونه ډالرو مرستې شوې وې؛ ټولې حیف او میل شوې دي.
هاشمي چې د هېواد لویدیځې حوزې د ملي پیوستون د عمومي شورا په غونډه کې خبرې کولې وویل، چې پراخ مالي او اداري فساد، غربت، وزګارتیا او ناامنیو بادغیس مېشتي سخت ځپلي دي.
ده وویل، چې د ملي یووالي حکومت په اصل کې د ملي نفاق حکومت دی او سمت پالنه او قوم پالنه ورځ تر بلې د حکومت او خلکو تر منځ واټن پیدا کوي، ده وویل، په دریېمه درجه او لرو پرتو ولایتونو کې افغانان نور په دې حکومت باور نه لري او حکومت ته یې شا کړې ده.
د لویدیځې حوزې عمومي پیوستون ټولنیزه او ولسي شورا د هرات، بادغیس، غورو فرا او نیمروز ولایتونو جوړه شوې ده.
د دغې شورا په غونډه کې د هرات ټولنیزې شورا رییس عبدالحق دانش مل وویل، چې په هېواد کې غربت، وزګاري او د نشه يي توکي تولید د تاریخ په هیڅ پېر د اوس په شان د نړۍ په کچه د افغانانو رنګه او حیثیت دومره د پوښتنې لاندې نه و راوستی.
دانش مل وايي، چې د افغانانانو دښمنان په کمین کې ناست دي او په دې تمه دي، چې د ولسونو نارضایتي خپل اوج ته ورسېږي او خپلې موخې عملي کړي.
د هرات ولایتي د ټولنیزې شورا رییس د پنځو ولایتونو د پیوستنونو شورا د جوړښت په اړه وویل، چې دغه شورا د نفاق، قوم پالنې او سمتي تبعیض د له منځه وړلو له پاره جوړه شوې ده او شعار یې د ټولو ولایتونو برابر پرمختګ دی.
د فرا ولایت د ولسي خلکو شورا رییس ګل محمد ابوبکر په حکومت نیوکه وکړه او وویل، حکومت هغه ژمنې، چې د خلکو سره کړې وې؛ هېرې کړې دي.
ابوبکر وویل، که حکومت غواړي، چې د ولسونو په زړونو کې ځای خپل کړي؛ هرومرو دې د خلکو د غوښتنو پوره کولو له پاره لاس په کار شي.
د لوېدیځو ولایتونو سراسري شورا یو اووه ماده ییز پرېکړه لیک هم صادر کړ، چې په یوه برخه کې ویل شوي، چې حکومت دې د لوړو څوکیو کې لرې پراته ولایتو نه په پام کې ونیسي او برابره ونډه کې ورکړل شي.
دوی ټینګار کوي، چې د حکومت دارۍ په برخه کې دې، سیمه ییز کادرونه وګومارل شي، د دوی په باور، والیان د ولایتونو له پاره، خالي جیبونه راځي او ډک لاس بېر ته روان وي.
دغه مشران شکایت کوي، چې والیان پرته له کومې ژمنې ولایتونه پرېږدي.
خو د شورا د غونډې په پای کې د هرات ولایتي شورا مشر رفیق شهیر د خپلو خبرو په دوام وویل، هغه غوښتنې چې په پرېکړه لیک کې یادې شوې دي، یوه یې هم بنسټیزه جمبه نه لري، بلکې ټولې وربنايي دي. شهیر زیاته کړه، چې د افغانانو ستره بدبختي دا ده، چې د دې هېواد د حکومتولۍ سېستم مرکزمحوره نه دی.
د ولایتونو د ولایتونو شوراګانو غړیو په څو بېلابېلو ناستو کې له حکومته شکایت کړی، چې ولې یې د اداري کدرونو د عدالت له پاره د تخصیص بودیجه نه ده ځانګړې کړې. د غني د کمپاین پرمهال د ده له شعارونو څخه یو دا و چې ولایتونه سم درجه بندي کړي او د هغوی اړتیاوې په نظر کې ونیسي.