په هرات ولایت کې د اورلګېدنې په پایله کې د دوو کورنیو ۱۰ غړي وژل شوي دي.
د دغه ولایت د پولیسو ویاند عبدالروف احمدي سلام وطندار ته وویل، چې تېره شپه شاوخوا ۳ بجې د هرات ښار په پنځمه ناحیه کې اورلګېدنه رامنځته شوه، چې د دوو کورنیو ۱۰ غړي په کې و وژل شول.
احمدي وايي، چې په دې کور کې دوو ورونو خیل خانې په یوې کلا کې ژوند کاوه.
راپورونه وايي، چې تر اوسه پورې د اورلګېدنې لامل نه دی معلوم او په اړه يې د پولیسو څېړنې روانې دي.
په ورته وخت کې د هرات حوزوي روغتون رییس محمد رفیق شیرزی وايي، چې د وژل شویو کسانو په ډله کې ۴ مېرمنې، ۳ ماشومان او ۳ سړي شامل دي.
د شیرزي پر وینا دغه پېښه د هرات ښار په پای مناره سېمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړي وايي، د اورلګېدنې پېښې قربانیان روغتون ته راوړل شوي دي او تر اوسه پورې د وژل شویو کسان د جسدونو وړلو له پاره د دوی د کورنیو هیڅ غړی روغتون ته نه دی راغلی.