دننګرهار ولایتي شورا وکیلې انګیزې شینوارې تېره شپه( د سلواغې پر ۲۷مه) د سردار محمد خان په روغتون کې سا ورکړه.
تېره اونۍ د سه شنبې پر ورځ انګیزه شینوارې په بمي چاودنه کې سخته ټپي شوې وه.
دننګرهار امینتي چارواکي وايي چې دغه بم د انګیزې شینوارې په موټر کې ځای پر ځای شوی و، چې له امله یې ځای پر ځای یو کس وژل شوی و او ۵ نور ژوبل و.
وروسته له څو ورځې درملنې تېره شپه انګیزې شینوارې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په ټولنيزو رسنيو کې د میرمن شینوارې پر مړینه خلکو ژوره خواږي ښودلې ده او هغه یې د ( شهیده افغانه خور) په نوم یاده کړې ده.
دهیواد مشهور لیکوال اوشاعر غفور لیوال په دې ټکو ستایلې ده
او هاغه دنګه نجلۍ
یوه دتور سالو ورېښمینه پېغله
په وینو رنګ، په سویو چیغو سینګار
هسکه جنډه پر اوږه
رپانده پيڅکه دټیکري یې دویښتیا زیری
هلته افق ته ګورئ !
دتروږمیو دیو په شرم مات شو
نجلۍ لاهسکه غاړه، دنګه ونه
مخ په ختیځ روانه
شپه شرمېدلې سباوون ته ګوري
انګېزه نه ده تللې
انګېزه بېرته راځي
مایې دهسک سپین غره پیچومو کې انګۍ واورېده
مایې ددنګ شمشاد پرکاڼو پلونه وپېژندل
آ
غوږشئ
انګېزه بېرته راځي.
انګیزه شینوارې د طالبانو واکمنۍ وروسته په رسنيو کې دنده پېل کړه او په ننګرهار کې د یوې تکړه ویاندې او خبریالې په توګه مشهوره شوه.
همدا و چې په ۲۰۰۹ کال ولایتي شورا ټاکنو کې ددغې ولایت ولایتي شورا ته بریالۍ شوه، د ۲۰۱۴ کال ټاکنو کې یو ځل بیا یې دخلکو باور تر لاسه کړ او ولایتي شورا ته بریالۍ شوه.
انګیزې لیکوالي هم کوله او شاعره هم وه خو په سیاسي ډګر کې یې هغه وخت نوم لا مشهور شو چې په ننګرهار کې د مېرمنو د خرڅلاو په اړه یې غږ وچت کړ.
پر انګیزې د برید پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې او نه هم امنیتي چارواکو د پلټنو په پایله کې بشپړ مالومات رسينو ته ورکړي دي.
انګیزې شینوارې پر خپله فیس بوک پاڼه ورستۍ لیکنه افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنې په اړه خپره کړې وه، چې پاکستان یې په افغانستان کې د تندلارو په ملاتړ ملامتوه.
په دې ورستيو کې په ختیځو ولایتونو کې د مشهورو او قومي څېرو د وژنو خبرونه زیات شوي دي او کارپوهان په دې نظر دي چې دمدني ټولنې میرمنو فعالانو ژوند خوندیتوب ته مناسب کار نه دی شوی چې له امله به یې په مدني اول ټولنیزو کارونو کې د میرمنو ونډه راټيټه شي.