انګلستان په ریو المپیک سیالیو کې چین شاته پرېښود

د برازیل په کوربتوب د ۲۰۱۶ کال ریو المپیک سیالیو په ۹ مه ورځ انګلستان له چین هېواد نه مخکې شو، خو امریکه لاهم په دې سیالیو کې لومړۍ مقام لري.

د سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د انګلستان لوبغاړو په بېلابېلو ورزشي رشتو کې ریکارډ ۵ نور د سرو زرو مډالونه وګټل او په دې سره چین د لومړي ځل له پاره په روانو المپیک سیالیو کې له دویم مقام څخه ګوزار شو.

انګلستان د خپلو سرو زرو مډالونو شمېر ۱۵ ته ورسولو.

د انګلستان له پاره انډي موري د المپیک سیالیو په تاریخ کې هغه لومړی لوبغاړی شو، چې په نارینه ټینس سیالیو کې دوه ځلې د سرو زرو مډال وګاټه.

د روانو ریو المپیک سیالیو په ۹ مه ورځ د جمیکا له پاره مشهور ځغاسته کوونکي اوسین بولټ د ۱۰۰ مترو واټن په ۹ اشاریه ۸۱ ثانیو کې وواهه او د سرو زرو مډال وګاټه.

اوسین بولټ د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو المپیک سیالیو د فاعي اتل و، چې په ۱۰۰ ، ۲۰۰ او ۴ ضرب د ۱۰۰ مترو واټن کې له خپلو اتلولیو دفاع وکړه.

جمکایي لوبغاړي بیا په روانو ریو المپیک سیالیو کې ۳ ځلې د سرو زرو مډالونه وګټل.

دغه راز د سویلي افریقې ځغاسته کوونکي ویډ نیکریک د امریکایي مایکل جانس ۱۷ کلن ریکارډ هغه مهال مات کړ، چې په ۴۳ اشاریه ۳ ثانیو کې د ۴۰۰ متره واټن وواهه او د سرو زرو مډال یې خپل کړ.

د روانو ریو المپیک سیالیو په دوام امریکه لاهم له پیله تراوسه مخکښه هېواد دی، چی ۶۹ مډالونه یې ګټلي دي.

دغه راز د المپیک په روانو سیالیو کې امنیتي ستونزو لوبغاړي اندیښمن کړي، چې په د لوبو په لسمه ورځ د امریکې د لامبو وهنې د سرو زرو مډال ګټوونکي راین او د دې لوبډلې ۳ نور غړي د نامعلومه کسانو لخوا لوټ شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام