انګلستاني کرکټر جنتن ټروټ د نړیوال کرکټ پاڼه پای ته ورسوله

د ویسټ انډيز له ناکام سفر وروسته انګلستاني بیټسمین ټروټ اعلان وکړ چی نورپه نړیوال کرکټ ونه لوبیږي خو د انګلستان ورویکشایر لوبډلې له پاره به کورني کرکټ ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده چې ټروټ د نیږدې یو کلن نړیوال کرکټ ځنډ وروسته د ویسټ انډيز خلاف ۳ ټیسټ لوبو کې ولوبول شو خو یواځې یې ۷۲ منډې جوړې کړې.

ټروټ ټولټال په ۵۲ ټیسټ سیالیو کې د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبې وکړې چی په وروستۍ نړیواله ټیسټ لوبه کې یې په صفر او ۹ منډو جوړولو سره له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه.

دیادونې وړ ده چې دغه انګلستاني بیټسمین په تیرو ایشیز ټیسټ سیالیو کې د اسټرالیا په کوربتوب د ذهني فشار له کبله انګلستانۍ لوبډله پریښې وه او انګلستان ته ستون شوی و؛ خو تیره میاشت له ۱۶ میاشتو انتظار وروسته بیرته نړیوال کرکټ ته راستون شو.

ټروټ رسنیو سره په خبرو کې د نړیوال کرکټ پرېښودلو پرېکړه سخته شیبه یاده کړه خو یادونه یې وکړه چې په دې  پوهیږي چې د ده اوسنی کرکټ دومره معیاري نه دی چې د انګلستان سترې کرکټ لوبډلې استازیتوب دې وکړي.

ټروټ له انګلستاني کرکټ بورډ، د ټیم ملګرو او مینه والو څخه مننه وکړه چې د انګلستاني کرکټ ملي لوبډلې د استازیتوب او ویاړ موقع یې ورکړې وه.

جنتن ټروټ په ۲۰۰۹ کال کې دانګلستان له پاره په خپل کوربتوب د اسټرالیا خلاف په ایشیزسترو ټیسټ لوبو کې د لومړۍ ټیسټ لوبې چانس ترلاسه کړ او په لومړۍ سلیزې یې انګلستان ته تاریخي ایشیزټیسټ سیالۍ بیرته وګټله.

په ټیسټ کرکټ کې دټروټ زیاتې منډې د بنګله دیش خلاف په لارډز لوبغالي کې ریکارډ شوي چې ۲۶۶منډې یې جوړې کړي، چې په ټیسټ کرکټ کې ۱۹ نیمه سلیزې او ۹ سلیزې هم په خپل نوم ثبت کړي.

د ټیسټ کرکټ ترڅنګ ټروټ ۶۶ یوه ورځنۍ او ۷ نړیوالې شل اوریزه لوبې هم د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره ترسره کړي دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام