امیري : اوسنۍ ملي لوبډله د افغانستان نه د جرمنستان لوبډله ده

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې پخواني کپتان اسلام الدین امیري په خپله وروستۍ ویډیو کې، چې په فیسبوک خپره شوې وایي، اوسنۍ فوټبال ملي لوبډلې ته دافغانستان لوبډله نه شي ویلی.

د نوموړي په وينا له افغان فوټبال ملي لوبډلې څخه اوسمهال د جرمنستان لوبډله جوړه شوې او هرڅه په کې د بهرنیو لوبغاړو په خوښه روان دي.

امیري یو ځل بیا یادونه کړې، چې ترهغې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې اوسنې فني ډله شتون ولري افغانستان له پاره به ونه لوبیږي.

دیادونې وړ ده چې اسلام الدین امیري په ۲۰۱۳ م زېږدیز کال کې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د سویلي اسیا فوټبال اتلولۍ ته ورسوله خو د څوو میاشتو راهیسې له فوټبال ملي لوبډلې له فني ډلې سره د ستونزو له کبله له ملي لوبډلې په اعتراضي بڼه لاس په سر دی.

اسلام الدین امیري اوسمهال د هندوستان کورنیو سیالیو بېلا بېلو مخکښو فوټبال لوبډلو کې لوبې کوي.

د فوټبال ملي لوبډلې پخواني کپتان تور لګولی دی، چې د فوټبال ملي لوبډلې فني ډلې، څو میاشتې وړاندې دده له اعتراض وروسته ورته ویلي که نه غواړي د افغانستان له پاره فوټبال وکړي، نو باید چې روزنیز کمپ پریږدي.

د امیري په وینا، افغان فوټبالران په هیواد کې د سختو ستونزو سره سره فوټبال کوي، خو په افغان فوټبال ملي لوبډله کې د کورنیو لوبغاړو پر ځای بهرمیشتو افغان فوټبالرانو ته ډېر پام کیږي.

اسلام الدین امیري په بهرمیشتو افغان فوټبالرانو هم نیوکه کړې ده، چې ملي لوبډله کې د لوبېدو او بریاوو له پاره افغاني غیرت مهم رول لري کوم شی، چې اوسمهال په بهرمیشتو افغان فوټبالرانو نشته.

د پخواني کپتان په وینا، بهرمیشته افغان فوټبالران په افغان فوټبال ملي لوبډله کې یواځې د خپل عیش او عشرت له پاره لوبې کوي.

په اعتراضي بڼه د ګوښه شوي اسلام الدین امیري په وینا که د فوټبال ملي لوبډلې اوسنۍ فني ډله  بدله شي او هغه لوبغاړي چې په واسطو سره ملي لوبډلې ملي لوبډله ته راغلي لوبډله پریږدي، نو چمتو دی چې بیرته له افغان فوټبال ملي لوبډلې سره یوځای شي.

دیادونې وړ ده، چې اسلام الدین د وروستي ځل له پاره د اسیا په المپیکي سیالیو کې د افغانستان ۲۳ کلنې فوټبال ملي لوبډلې له پاره لوبې وکړي، چې په کپتانۍ کې یې افغانستان درې سر په سرماتې وخوړې.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام