«امنیه قوماندان بچه‌بازي کوي»

د تخار ولایت د ینګې‌کلا ولسوال عبدالمناف فیضي وايي، عبدالقدوس چې تازه د دې ولسوالۍ د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی؛ نه یوازې په‌خپلو مسوولیتونو کې ناکام دی، بلکې په «بچه‌بازۍ» هم تورن دی. فیضي وايي، عبدالقدوس چې کله د دې ولسوالۍ جنايي مدیر و؛ په‌خپل دفتر کې یې د قمار او بچه‌بازۍ له‌پاره پراخ بستر جوړ کړی‌و.

د ښاغلي قدوس له دفتره سلام وطندار ته رسېدلو عکسونو کې داسې دمبوره ښکاري چې د بچه‌بازۍ په محفلونو کې وهل‌کېږي. د ینګې‌کلا ولسوال وايي چې د دوو اوونیو په جریان کې چې د عبدالقدوس له ټاکل کېدو تېرېږي؛ څو ځلې د هغه په دفتر کې د بچه‌بازۍ پروګرامونه جوړ شوي‌دي.

د ینګې‌کلا د ولسوال عبدلمناف فیضي او د دې ولسوالۍ د ولسي پاڅونوالو قوماندان ملک‌ تاتار وايي چې د عبدالقدوس له مقررۍ سره به دا ولسوالي د طالبانو ولکې ته ځکه ولوېږي چې ښاغلی قدوس د دې ولسوالۍ د امنیت د تامینولو وړتیا نه‌لري. دوی زیاتوي، خلک د ده په ټاکلو خوشاله نه‌دي او ډېر ژر به اعتراضونه وکړي.

په هغه لیک کې چې د ینکې‌کلا د ځايي ادارې له لوري د تخار ولایت مقام ته رسېدلی او یوه کاپي یې سلام وطندار ته سپارل شوي، په هغه کې ټینګار شوی چې عبدالقدوس د دې ولسوالۍ د امنیت ساتلو نه عاجز دی.

خو عبدالقدس له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل چې دا د ده د مخالفانو له لوري پر ده تپل شوي تورونه دي. هغه زیاته کړه چې د یوې ازادې سیالۍ له لارې د ینګې‌کلا ولسوالۍ د امنیه قوماندان په توګه غوره شوی او د خپلو ټولو مسوولیتونو د ترسره کولو توان لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام