هرات کې د افغان ـ ترک لېسې د زدهکوونکیو کورنیو کمېټې مسوول سیدعمر قتالي وايي، دولتي ځواکونه نن سهار د افغان ـ ترک هلکانو لېسې ته ننوتي او نږدې ۲۰ ښوونکي او زدهکوونکي يې تر څارنې لاندې نیولي دي.
هغه وویل، د پوهنې ریاست مسوولان افغان ـ ترک لېسې ته ورغلي او د دې لېسې مدیریت ته یې بدلون ورکړیدی.
نوموړی له حکومتي مسوولانو غواړي، د مدیریت په بدلون سره پخوانی ښوونیز نصاب مخ ته یوړل شي او کوم ښوونکي او زدهکوونکي چې نیول شوي په درناوي سره خوشې شي.
په ورته وخت کې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد پهدې ښوونځي باندې د امنیتي ځواکونو برید ردوي، وایي چې امنیتي ځواکونه د افغان ـ ترک لېسې د مدیریت په پار د راغلي پلاوي د امنیت د خونديتوب لهپاره هلته مستقر شويدي.
د هغه په خبره، د ترکیې د پوهنې او د افغانستان د پوهنې وزارت د توافق پر بنسټ په افغان ـ ترک لېسه کې کې بدلونونه راځي.
ښاغلي جیلاني زیاته کړه چې په هېواد کې د افغان ـ ترک لېسو شمېر له ۱۲ نه ۲۴ ته ډېرېږي او او فعالیتونه به یې د ترکيې د پوهنې وزارت له لوري ملاتړ کېږي.
د ده په خبره، د هېواد د پوهنې ریاست د دې ښوونځیو تدریس څاري او افغان ـ ترک ټول داخلي ښوونکي به خپلو کارونو ته ادامه ورکړي.
په ورته وخت کې د هرات پولیسو امریت سرپرست فرزاد فروتن دغه ښوونځي ته د امنیتي ځواکونو دننه کېدل او د یو شمېر ښوونکو او زدهکونکو نیول ردوي او وايي، امنیتي ځواکونه د هغه پلاوي امنیت تامینولو په موخه سیمه کې مېشت شوي، چې د افغان ترک لېسې مدیریت بدلولو لپاره ورغلی.