د افغان سولې لهپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپلې تویټرپاڼې لیکلي چې امریکا و ناټو په افغانستان کې یوخای ماموریت مخ ته وړي او کهچېرې امریکا له افغانستانه وځي؛ له ناټو سره به یې یوځای پرېږدي. د ښاغلي خلیلزاد په خبره، په افغانستان کې له ناټو او نورو متحدانو سره د امریکا ګډ او یوځای کار لومړیتوب دی او ټول یوځای د افغانستان د امنیت او سولې لهپاره کار کوي.
خو د پوځي چارو ځېنې شنونکي پهدې باور دي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل به د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو سبب شي.
د پوځي چارو شنونکی میرزامند یارمند سلام وطندار ته وویل چې ناټو غړي هېوادونه پهخپلو کې تعهد لري او کهچېرې امریکا له افغانستان وځي مجبوراً به د ناټو سازمان تر نامه لاندې د غوڅ ملاتړ ماموریت ټول ځواکونه به افغانستان پرېږدي.
د پوځي چارو شنونکي ټینګار کوي چې نړۍوالو ځواکونو له افغان ځواکونو سره د ترورېزم پرخلاف د مبارزې په ډګر کې د هر ډول مرستې ترڅنګ ښه روزنه ورکړې او د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې برخلیک همداسې ګډوډ پاتې شي.
اوسمهال په افغانستان کې نږدې ۱۷زره بهرني ځواکونه، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مشورې او روزنې په برخه کې بوخت دي.
ورته مطالب