امریکايي چارواکي وايي، ښايي تر راتلونکيو ۷ ورځو د امریکا او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو هوکړه لاسیلک کړي.
سيانان ټلویزیوني شبکې د امریکا د دفاع وزارت د چارواکيو له قوله ویلي، امريکا به تر یوې اوونۍ طالبانو سره د تاوتریخوالي د کمولو هوکړهلیک لاسلیک کړي.
امریکايي سرچینو ویلي، د دغې هوکړې محتوا د اېتلاف او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي کمول دي.
په همدې حال کې نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې هوکړهلیک په مشروط ډول تایید کړی دی.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د تاوتریخوالي کمول په برخه کې د طالبانو د ژمنې ښه عملي کول به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لامل شي.
دغې ورځپاڼې زیاته کړې، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړهلیک به هغه مهال لاسلیک شي چې طالبان د پام وړ تاوتریخوالي کمولو برخه کې خپله ژمنتیا وښيي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر افغان مشرانو ته ویلي، طالبانو سره خبرو کې مهم پرمختګ شوی.
په ورته وخت کې ارګ یوه اعلامیه کې وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ولسمشر محمد اشرف غني سره ټیلیفوني خبرو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د روانو مذاکراتو په اړه معلومات ورکړي دي.
مایک پامپیو دغو ټلیفوني خبرو کې د اوږد مهال لپاره د تاوتریخوالي کمولو په برخه کې چې د اوربند لامل شي، د پام وړ پرمختګ خبر ورکړی دی.
غني د سولې خبرو کې له دغه پرمختګه خوښي څرګنده کړې او ویلي يې دي، د افغان حکومت موخه د وینې تویېدو او د افغانانو د وژلو پای ته رسول دي.
هغه ویلي، د سولې راتلونکي ګامونه به داسې رهبري کړي چې د سولې ټول بهیر غښتلی کړي.
د حکومت اجرايیه ریاست هم یوه اعلامیه کې ویلي چې پمپیو عبدالله عبدالله سره تیلیفوني خبرو کې د سولې مذاکراتو کې د تاوتریخوالي د کمولو په بحث کې د پرمختګ خبر ورکړی دی.
پمپیو داسې حال افغان مشرانو ته سوله کې د پرمختګ خبر ورکړی چې امریکایي پلاوي او طالب استازو قطر کې مذاکرات بیا پیل کړي دي.