ارګ ته نږدې سرچینو منلې چې د ولسمشري په راروانو ټاکنیزو سیالیو کې به امرالله صالح د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی او سرور دانش به د دویم مرستیال په توګه ولاړ وي.
پهدې سره د ولسمشر غني ټاکنیزه ډله بشپړه او په ټاکنو کمېسیون کې د نوملیکنې لهپاره چمتو شوېده.
ښاغلی صالح پهدې وروستیو کې د کورنیو چارو ځایناستي وزیر شوی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مهالویش لهمخې، د ولسمشري نوماندان د مرغومي تر ۳۰ مې یانې سبا او بل سبا پورې خپل نومونه لیکلی شي.
لهدې مخکې داسې ګنګوسې وې چې ښایي د نوملیکنې موده اوږده شي؛ خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرون اعلان کړی و چې دا نېټه نه غځول کېږي.