اماراتي معلول لوبغاړي د تمریناتو پرمهال ومړ

د عربي اماراتو معلول تیږه اچوونکی عبدالله حیایي په لندن کې د تمریناتو پرمهال مړ شوی دی.

د بي بي سي د راپور له مخې، عبدالله حیایي د انګلستان په کوربتوب د معلولیت لرونکو اټلاټیک سیالیو ته تیاری کاولو، چې په سر یې د جال اوسپنیزه ستن ورغورځېدلې او وژلی یې دی.

د عربي اماراتو پارا المپیک فدراسیون له دوبۍ سپورټس تلویزون سره د عبدالله حیایي مړینه تاییدوي او په اړه یې د نوموړي کور ته هم خبر ورکړی دی.

د عربي اماراتو دغه معلول لوبغاړی عبدالله حیایي ۳۶ کاله عمر درلود او ټاکل شوی وه، د لندن په کوربتوب د اټلاټیک نړیوالو سیالیو کې په تیږه اچوونه کې سیالۍ کړی وای.

د عربي اماراتو د معلولو لوبغاړو فدراسیون مشر ماجد العصیمي په خپلو خبرو کې ویلي، لندن ته راغلی د اماراتو ټوله ورزشي ډله غمجه او د خبر په اورېدو هک پک ده؛ خو دا هر څه د الله رضا وه.

د العصیمي په وینا، دوی د پېښې په اړه ډېر معلومات نه‌شي ورکولای، خو کله چی دوی د لوبو ځانګړي لوبغاړي ته د تمریناتو له‌پاره ورغلل، حیایي هم خپل تمرینات پیل کړ، چې پرې اوسپنیزه ستن ورګوزار شوه او نوموړې یې په سر ټپي کړ.

نوموړي وویل، ډاکټرانو د عبدالله حیایي د ژغورلو هڅه وکړله؛ ویې نه‌شو ژغورلی.

د عربي اماراتو ورزشي ډلې مشر زیاته کړه، دوی د مشورو وروسته پرېکړه وکړه، چې د حیایي د مړیني سره، سره به د عربي اماراتو معلولیت لرونکې اټلاټیک ډله په خورا لوړې جذبې او د حیایي روح ته د سلامۍ په موخه د لندن په نړیوالو سیالیو کې ولوبیږي.

د عربي اماراتو معلول لوبغاړي حیایي د لومړي ځل له‌پاره په ۲۰۱۶ کال برازیل المپیک سیالیو کې لوبې وکړې او ۶ مقام یې ګټلی و.

د لندن په کوربتوب د معلولو اټلاټیک سیالۍ د راتلونکې جمعې په ورځ د انګلستان په پلازمینه لندن کې پیل شي او د حیایي د مړیني له کبله د پیل په مراسمو کې څو شیبې چوپتیا هم غوره شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام