په کابل کې پیل شوې د روژې جام څلورم پړاو سیالۍ د نورالحق ملکزي په کپتانۍ کې د المصافي لوبډلې په اتلولۍ پاې ته ورسېدې.
پاې لوبه کې المصافي لوبډلې تېره شپه په زرملوال کرېکټ لوبغالي کې کابل زلمي لوبډلې ته د یوې اسانه لوبې وروسته سخته ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې وګټلو.
د دغه ټورنامنټ د رسنیو څانګې مسوول واصل وصال سلام وطندار ته وویل، پای لوبه کې کابل زلمي لوبډلې په لومړۍ لوبې کولو سره د سمیع الله شینواري د زیاتو ۴۰ منډو په مټ د ۹ لوبغاړو په سوځېدو په ۲۰ اورونو کې یوازې ۱۰۳ منډې وکړلې.
د څلورم پړاو روژې جام سیالیو په پای کې لومړۍ ګټوونکې لوبډلې ته د وړاندنې اعلان له مخې ۸ زره او دویم مقام ګټوونکې لوبډلې ته ۴ زره امریکایي ډالر انعام ټاکل شوی و.
د پای لوبې د غوره لوبغاړي شرف الدین اشرف ترڅنګ د سیالیو په پای کې ځوان چپ لاسي بېټسمین حضرت الله ځاځي د سلیزې په وسیله په زیاتو منډو د څلورم پړاو روژې جام ټورنامنټ غوره بېټسمین، یحیی دغوره بالر او شاهد کمال بیا د ټورنامنټ د عمومي غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
په دې سیالیو کې د المصافي نهنګان، المبارک سپین غر، کابل زلمي، اورینج لیف بوسټ ډیفینډرز، ایم ټي این او هلال ګروپ مس عینک ځوانانو لوبډلې برخه اخیستې وه؛ چې د روژې میاشتې له ۴مې نېټې تر ۲۵مې نېټې د اتلولۍ ګټلو لهپاره یې سیالۍ ترسره کړې.
دا سر په سر څلورم کال او روژه وه، چې د شپې لهخوا د رمضان کپ دغه سیالۍ د کابل زرملوال لوبغالي کې د کورنیو او ملي لوبغاړو په موجودیت کې ترسره کېږي.