له افغانستانه د امریکا په ۸ م پړاو ۲۰ اوریزو کرکټ سیالیو کې المصافي کرکټ لوبډلې (فاینل) لوبه د کپتان جاوید احمدي د نیمه سلیزې ۵۳ منډو سره ـ سره (یو ایس سټارز) لوبډلې ته وبایلله او د اتلولۍ جام ترڅنګ یې ۱۰۰ زره امریکایي ډالر هم له لاسه ورکړل.
د سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، افغان المصافي لوبډلې له ښې لوبې وروسته سیالۍ یوازې د ۲ منډو په توپیر وبایلله.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په سیالۍ کې یو ایس سټارز لوبډلې لومړۍ لوبه وکړه او د ۳ لوبغاړیو په سوځېدو یې په ۲۰ اورونو کې ۱۸۱ منډې جوړې کړې.
په بالینګ کیې د المصافي لوبډلې له پاره ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف او جاوید احمدي په یوې ـ یوې وېکټ اخیستلو بریالي شول؛ خو افتاب عالم او یامین احمدزي وېکټې وانه خیستلی شوې.
د هدف ترلاسه کولو له پاره المصافي لوبډلې تر وروستي اور ښه لوبه وکړه، چې په ورته بالونو د نجیب الله ځدران او ګلبدین نایب په موجودیت کې ۱۱ منډې په کار وې.
د وروستي اور په لومړي بال نجیب الله ځدران یوه منډه وکړه، چې ورپسې بال ګلبدین نایب خپله وېکټ له لاسه ورکړه، درېیم بال باندې افتاب عالم شپږیزه ووهله چې په ۳ بالونو افغانستان ته ۴ منډې پاتې شوې؛ خو ورپسې ۲ بالونو باندې لومړی افتاب عالم او بیا شرف الدین اشرف وېکټ له لاسه ورکړه.
په وروستي بال د اتلولۍ جام او ۱۰۰ زرو امریکایي ډالرو ګټلو له پاره المصافي لوبډلې ته ۴ منډې په کار وې؛ خو نجیب الله ځدران په څلوریزې جوړولو کې پاتې راغی او المصافي لوبډله په ۱۷۹ منډو وتوانېد.
د جاوید احمدي د نیمه سلیزې تر څنګ حشمت شهیدي ۳۰، نجیب الله ځدران ۲۵ او ګلبدین نایب ۲۳ منډې جوړې کړې.
دغه راز د نیمه پای لوبې غوره لوبغاړي نوروزمنګل په ۸ او لومړۍ لوبه کې نیمه سلیزه جوړوونکی نجیب ترکي په ۶ منډو وسوځېد.
د سیالیو په پای کې افغان المصافي لوبډلې ته له دوو ماتو او دوو بریاوو وروسته په (فاینل) کې له ماتې وروسته د دویم مقام جام ډالۍ شو.
د امریکا په (یو ایس اوپن) ۲۰ اوریزو کرکټ سیالیو کې ۱۶ لوبډلو برخه اخیستې وه، چې ورسره د کرکټ نړۍ مشهوره لوبغاړي د ۴ ورځو له پاره ولوبېدل.
المصافي لوبډلې د ۴ لوبو له ګټلو وروسته کپتان جاوید احمدي په ۱۳۹ منډو مخکښ توپوهنکی او ګلبدین نایب په همدومره لوبو کې په ۷ وېکټو مخکښ بالر و.