المان کې یوه افغان پر دوو ۱۱ او ۱۳ کلنو ماشومانو جنسي تېری کړی

د افغانستان یوه اوسېدونکي د المان په دورتموند ښار کې پر یوې ۱۳ کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی دی.

الماني رسنۍ وايي، دغه ځوان یوه ۱۳ کلنه نجلۍ چې تر اوسه یې هویت نه دی خپور شوی، لومړی خپل کور ته بیولې او بیا یې پرې جنسي تېری کړی دی.

د الماني پولیسو په وینا، د سږ کال د جون میاشتې په لومړیو کې هم د دغه ځوان په اړه ورته شکایت رسېدلی و چې یوه ۱۱ کلنه ماشومه یې ځورولې، خو دا چې لازم سندونه او شواهد یې په اړه نه وو، له محکمې یې برائت واخیست.

په المان کې یوشمېر کسان باور لري، که لومړۍ پېښه سمه څېړل شوې وای، بله به نه پېښېده.

د المان د نوردراین‌ـ‌وسټفالن ایالت د کډوالو وزیر یواخیم سټامپ دغه کډوال ته د سختې سزا ورکولو غوښتنه کړې ده. هغه وايي، که څه هم پوهېږي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت مناسب نه دی، خو مجرمان او هغوی چې جرمي دوسیې لري، بېرته به یې خپل هېواد ته ولېږي.

د المان د قوانینو پر بنسټ، د تېري عامل یا عاملان په دغه هېواد کې هېڅ ډول خوندیتوب نه لري او کډوال په دا ډول جرم سره د خپلې کدوالۍ ټول حقونه له لاسه ورکوي.

د سلام‌وطندار د معلوماتو له مخې، یاد کډوال ۲۳ کلن دی او په المان کې د اوسېدو سند نه لري، خو په دوسیه کې یې د نشه‌يي توکیو یو پلورونکی هم لیدل کېږي.

په المان کې د ورته پېښو له ثبت سره هم‌مهاله د دغه هېواد یوشمېر سیاسي بهیرونو د ماشومانو د لا ډېر خوندیتوب غوښتنه کړې ده. په نوردراین‌ـ‌وسټفالن عیسوي ډیموکراټ ګوند ویلي: «په یوه میاشت کې پر دوو نجونو تېری ښيي چې زموږ ماشومان لا ډېر ملاتړ ته اړتیا لري او له محکمې مخکې د مجرمانو د نیولو قواعد باید نور هم سخت شي.»

رسمي شمېرې ښيي چې له ۲۰۱۹ کال نه د ۲۰۲۰ تر جون میاشتې پورې، په المان کې د ښځو د ځورونې له ۶۹ زرو نه ډېرې قضیې ثبت شوې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام