افغان کپتان : له اسټرالوي لوبډلې ویره نه لرو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کپتان محمد نبي عیسی خیل د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې خلاف د سبا ورځې سیالۍ وړاندې رسنیو سره په خبرو کې اسټرالوۍ لوبډلې ته لړزونکی پیغام ورساوه.

د (تایمز اف انډیا) ویبپاڼې د راپور له مخې افغان کپتان نبي عیسی خیل ویلي دي چې دوی په ۲۰۱۲ کال کې له اسټرالوۍ کرکټ ملي لوبډلې سره په (شارجه) کې لوبیدلي دي او دا ځل هم ترې هیڅ ویره نه لري.

نبي عیسی خیل زیاته کړې ده د اسټرالوۍ کرکټ ملي لوبډلې درناوی کوي چې بهترینه بالران ، بیټسمینان او فیلډران لري خو افغان لوبډله هم د لومړۍ لوبې په پرتله دا ځل له ډیرې تجربی برخمنده ده او دواړه لوبډلې د سیالۍ ګټلو پنځوس سلنه چانس لري.

ټاکل شوې ده افغان کرکټ ملي لوبډله په کرکټ نړیوال جام سیالیو کې سبا خپله څلورمه لوبه له اسټرالوي لوبډلې سره وکړي.

د دواړو لوبډلو ترمینح سیالۍ به سبا د اسټرالیا په تیزترینه لوبغالي (پرت) کې دافغانستان په وخت غرمه ۱۱ بجې پیل شي.

د یادونې وړ ده چې دواړو هیوادو؛ افغانستان او اسټرالیا درې دری لوبې ترسره کړي چې په کې دواړه یوه یوه بریا لري خو د اسټرالیا لوبډله له بنګله دیش سره د باران ښکار سیالۍ څخه یو اضافه امتیاز لري.

افغانستان په روان کرکټ نړیوال جام سیالیو کې په ۲ امتیازونو سره پنځم خو کوربه اسټرالوي لوبډله به په ۳ امتیازونو سره په (الف) ګروپ کې څلورمه لیکه له ځان سره لري.

ویل کیږي چې ښايي د سبا ورځې سیالۍ لپاره دافغانستان په لوبډله کې بدلون راشي او د بیټینګ له اړخه نوره هم پیاوړې کړای شي.

شفیق الله شفق د ټپی میرویس اشرف په ځای اسټرالیا ته رسیدلی دی او سبا یې د اسټرالیا خلاف په افغان کرکټ ملي لوبډله کی د لوبیدو امکان شته دی.

د کرکټ یو شمیر کارپوهان وایي چې ښايي د نجیب الله ځدران په ځای اوپنر عثمان غني ته هم د لوبیدو موقع ورکړل شي خو تراوسه په ملي لوبډله کې د سبا ورځې سیالۍ لپاره د کوم بدلون په اړه افغان کرکټ بورډ په رسمي بڼه څه نه دي ویلي.

افغان کرکټ ملي لوبډله د خپل کرکټ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې لوبیږي او په لومړي ګډون په یوې بریا سکاټلینډ ته په ماتې ورکولو بریالۍ شویده خو له سریلانکا او بنګله دیش څخه یې بیا ماتې خوړلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام